امرالله صالح:
آمرانه سوله د منلو وړ نه ده
د جمهور رییس محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې اووم تلین په مناسبت ځانګړې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، سولې ته ضرورت لرو؛ خو امرانه سوله هېڅ وخت د منلو وړ نه ده.
د نوموړي په خبره طالبان د ټولنې واقیعت دی او حاضر یو چې سوله ورسره وکړو؛ خو امرانه سوله هېڅ د منلو وړ نه ده.
ده همدارنګه زیاته کړه که طالبان د ټاکنو اصل په تړاو توافق ته رسېږي، نو کېدای شي چې د راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې وشي.
امرالله صالح همدارنګه وویل چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی؛ خو زیاته یې کړه چې پر اصلي مسایلو نه معامله کوي او نه ترې شاتګ کوي.
امر الله صالح په پای کې وویل چې افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار انتخابات دي او نور ټول موضوعات تخنیکي دي چې وروسته پرې بحث او خبرې اسانه دي.