د طالبانو په حمله کښې درې افغان پوځیان ووژل شول
Mar 09, 2021 04:21 Asia/Kabul
درې تنه د افغانستان د ملي اردو عسکر د طالب ډلې د وسله والو په برید کښې وژل شوي دي
درې تنه د افغانستان د ملي اردو عسکر د طالب ډلې د وسله والو په برید کښې وژل شوي دي
د افغانستان په شمال ختیځ کښې د بدخشان د ولایتي شورا مشر بشیر احمد صمیم وویل چې د ملي اردو دغه درې ځواکونه د بدخشان ولایت د ارغنج خواه او بهارک ولسوالیو ترمینځ د طالب وسله والو په کمین برید کښې وژل شوي دي.
په دغې حملې چې کښې د افغانستان له پوځي ځواکونو سره د نښتې لامل شوه، د طالبانو یو غړی وژل شوی او یو بل زخمي شو.
په عین حال کښې د افغانستان په شمال کښې د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د ولایت په مرکز میمنه ښار کښې د ترهګرۍ د عملیاتو مخه نیولې ده.
ټیګونه