کابل ښار ته د بې اسنادو موټرانو راتګ منع شو
Mar 13, 2021 09:57 Asia/Kabul
د کابل امنیتي چارواکي وایي، تر دې وروسته بې اسناده موټران په جدي ډول څارل کېږي او کابل ته یې له ننوتو مخه نیول کیږي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، په هغه صورت کې چې کابل ته بې اسناده موټر راشي، د پولیسو له لوري درول کېږي او موټر چلوونکی به د پولیسو تر څار لاندې وي.
د هغوی په وینا، د دغه کار هدف په ښار کې د ترهګریزو بریدونو او تښتوونو مخنیوی دی.
په وروستیو اونیو کې په کابل کې ښار په لسګونه ټروریستي بریدونه شوي چي د امله یې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د امنیتي کارپوهانو په وېنا وسله والې ډلې تل له بې اسنادو موټرو څخه ګټه اخلي او پر مټ یې ترهګریزې کړنې ترسره کوي.
ټیګونه