له زندانه د داعش ډلې تښتیدلې خطرناک ترهګر بیرته ونیوې شو
د افغانستان امنیتي ځواکونو د داعش ډلې هغه مهم غړی چې د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان نه تښتیدلی و نیولی دی.
د افغانستان امنیتي ځواکونو د داعش ډلې هغه مهم غړی چې د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان نه تښتیدلی و نیولی دی.
له جلال آباده زمونږ خبریال پرون رپورټ راکړی چې د جمهوري ریاست د لومړي معاونت مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت ادارې کارکوونکو د کابل ولایت د سروبي په ولسوالۍ کې په یو ځانګړي اقدام کې د رسول جان په نوم د داعش ترهګرې ډلې یو مهم غړی چې د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان نه تښتیدلی و، نیولی دی.
په خبر پاڼه کې ویل شوی چې نیول شوي تن څو کاله د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیوکې د داعش ډلې په لیکو کې فعالیت کړی او شپږ کاله وړاندې د امنیتی ځواکونو له لورې له نیول کیدو وروسته د جلال اباد مرکزي زندان ته واچول شو خو خواوشاه شپږ میاشتې وړاندې پر دغه زندان د داعش ډلی دوسله والو له لورې د ترسره شوي برید په پایله کې په تیښته بریالی شو.
خبرپاڼې ویلي چې نیول شوی تن تازه له خپلې کورنۍ سره د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ ته راکډه شوی و.
د یادولو ده چې د جلال آباد پر مرکزي زندان له برید وروسته له درې نیمو سوو تنو زیات د داعش او طالب ډلو مهم زندانیان تښتیدلي و.