له انتخاباتو پرته هیچا ته قدرت نه سپارم
نن د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا د مشر عبدا...عبدا... په مشرۍ یو لوړ روتبه پلاوی ماسکو ته روانیږي ،څو په هغې غونډې کې چې روسیې ،د افغانستان دسولې په اړه برابره کړې ده ، ګډون وکړي .
ایرنا خبری اژانس راپور رورکړ د افغانستان ولسمشر اشر ف غني پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، که طالبان په انتخاباتو کې ګډون ته حاضر شي ،نو له همدې سبا ئې دترسره کولو ته تیار دی ، خو له ا نتخاباتو پرته حاضر نه دی ، قادرت وروسپاري .
اشرف غني وئيلي دي ،دافغانستان د ولس لپاره دجنګ ۴۲ کلنې شخړې بس دي او افغانان هم د نړۍ د نورو ملتونو په څیر دژوند حق لري .
دافغانستان ولسمشر وئيلي دي داساسی قانون په اساس هیڅوک حق نه لري ، دیوه افغان د تابعیّت حق سلب کړي . او عادلانه او تل باتې سولې ته او د لارې هغې نقشې ته د رسیدا په خاطر به چې مو پلان کړې ده خوښ اوغوره هدف ته چې هماغه ملی حاکمیّت ، ملی وحدت ،بې پلویتوب ، او عادلانه او تل پاتې سوله ده ورسیږو.
داپه داسې حال کې دي چې نن د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا د مشر عبدا...عبدا... په مشرۍ یو لوړ روتبه پلاوی ماسکو ته روانیږي ،څو په هغې غونډې کې چې روسیې ،د افغانستان دسولې په اړه برابره کړې ده ، ګډون وکړي . وئيل کیږي ، په دغه پلاوي کې د ولسی جرګې مشر میر رحمان رحماني ، حامد کرزی ، مارشل عبدالرشید دوستم ، محمد کریم خلیلي ، ګلبدین حکمتیار ، بابر فهمند او سید سعادت منصور نادري شامل دي او دغه راز له طالبانو ډلې سره د حکومت دمرکچي ټيم مشر محمد معصوم ستانکزی ، متیب بیګ ، احمد نادر نادري ، حبیبه سرابي ، محمد علم ایزدیار ، عبدا... خنجاني ، عبدالستار خواسي اوغیرت بهیر هم پکې شتون لري . وئيل کیږي ، طالبانو هم په دغې ناستې کې دګډون لپارر د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یو لس کسیز پلاوي برابر کړی دی
