د افغانستان یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97772-د_افغانستان_یوه_پوځي_چورلکه_نسکوره_شوې_ده
د افغانستان په میدان وردګ ولایت کې دملي دفاع وزارت یوې څرخي الوتکې سقوط کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2021 11:45 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان په میدان وردګ ولایت کې دملي دفاع وزارت یوې څرخي الوتکې سقوط کړی

دمیدان وردګ ولایت په لومړۍ حصه (بهسود) ولسوالۍ کې دملي دفاع وزارت یوې څرخي الوتکې لویدلې.

ددې ولایت والي عبدالرحمان طارق رسنیو ته ویلي چې تیره شپه دا پیښه رامنځته شوې چې په ترڅ کې (۹) تنه  وژل شوي .ویل کیږي چې په دغو نهو تنو کې پینځه پوځیان او څلور د عملې کسان دي.

نوموړی وایي چې ددې پیښې د څرنګوالي په اړه څیړنې پیل شوي کله چې څیړنې بشپړې شوې بیا به نور جزیات وروسته شریک کړي.

باید وویل شي دا لومړی ځل نه دی چې دافغانستان نظامي الوتکې سقوط کوي او لویږي تردې مخکي څوڅو ځله د یاد وزارت الوتکې د دې هیواد په مختلفو سیمو کې لویدلې چې علت یې د راپورونو په اساس زوړوالی یاد شوی.