حکمتیار له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو ټینګار کړئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97794-حکمتیار_له_افغانستان_څخه_د_امریکایي_ځواکونو_په_وتلو_ټینګار_کړئ
د افغانستان د اسلامي ګونډ مشر ویلي چي امریکایي فوځیان باید له دغه هیواد څخه ووځي او له دې نه علاوه هیڅه چاره نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2021 03:52 Asia/Kabul
  • حکمتیار له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو ټینګار کړئ

د افغانستان د اسلامي ګونډ مشر ویلي چي امریکایي فوځیان باید له دغه هیواد څخه ووځي او له دې نه علاوه هیڅه چاره نه لري.

زموږ د خبریال د راپور سره سم، د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت د پلاویو دغه غړی وویل: امریکایان ژمنه کړې چي له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي، باید په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

هغه د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي تړون ته په اشارې سره وویل: د دې موافقې پر بنیاد امریکایان باید تر راتلونکو دوو میاشتو پوري له افغانستان څخه ووځي.

هغه دې ته په اشارې سره چي ټولي سیاسي ډلې له افغانستان څخه د امریکایانو په تلو باندې ټینګار کوي وویل: د امریکایي ځواکونو له تلو سره سم باید افغان اداره هم له مینځه ولاړ شي.