عبدالله عبدالله د ترکیې غونډه مهمه وبلله
ایسنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي په ترکیې کښې ترسره کیدونکي بین الافغاني غونډه به د دغه هیواد(افغانستان ) برخلیک وټاکي .
هغه وویل د افغانستان حکومت د خبرو اترو د محتوا په هکله په چمتووالي سره د ترکیې غونډې ته ورځي .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د وارمخکي انتخاباتو لپاره د ولسمشر اشرف غني د پلان په هکله چې ویل کیږي ټاکل شوي ده د استنبول په غونډه کښې یې مطرح کړي وویل ښه راتلونکي ته د رسیدا لپاره باید یوه (۱) لاره کچ کړو او که چیرې طالبان چمتو وي ، د خلکو لخوا برخلیک وټاکل شي نو نیغ په نیغه د وارمخکې انتخاباتو په لور تللی شو .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل دا یوه(۱) ستره پوښتنه ده چې طالبان د انتخاباتو په لور د تلو لپاره تر کومه حده چمتووالی لري او د ملي روغې جوړې په لوړې شورا کښې په دې زمینه کښې تراوسه خبرې کلي شوي نه دي .
عبدالله دغه راز ټینګار وکړ د سولې د خبرو اترو دبهیر په زمینه کښې له ولسمشر اشرف غني سره جدي اختلاف نلرم او نږدې نظریات هم شته خو هغه د خبرو اترو سست بهیر د طالبانو په استازیو پورې اړونده وباله .