د افغانستان او تاجکستان ترمنیځ د ملګرتیا پنځه سندونه لاسلیک شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98242-د_افغانستان_او_تاجکستان_ترمنیځ_د_ملګرتیا_پنځه_سندونه_لاسلیک_شول
د افغانستان او تاجکستان د ولسمشرانو د ملاقات په پاې کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا پنځه سندونه لاسلیک شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2021 03:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان او تاجکستان ترمنیځ د ملګرتیا پنځه سندونه لاسلیک شول

د افغانستان او تاجکستان د ولسمشرانو د ملاقات په پاې کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا پنځه سندونه لاسلیک شول

د افغانستان او تاجکستان د ولسمشرانو د ملاقات په پاې کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا پنځه سندونه لاسلیک شول

فارس خبري آژانس لیکلي چې د ملګرتیا په دغو پنځو سندونو کښې د اقتصاد، سیاست او له ترهګرۍ او د نشه ایزو موادو له قاچاق سره د مبارزې په شان موضوعات شامل دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر هم په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغه هیواد ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان په پلازمینې دوشنبه ښار کښې د دغه هیواد د ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کښې د سوداګرۍ، ټرانزټ، امنیت، کلتور او د انرجۍ په شمول مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیا باندې ټینګار وکړ.

اشرف غني د افغانستان د صلحې له بهیره په ملاتړ کښې د تاجکستان د دریځ قدرونه وکړه.

په دغې کتنې کښې تاجک ولسمشر امام علي رحمان هم وویل: تاجکستان په افغانستان کښې د صلحې او ارامښت او کراري د راستنیدو غوښتونکی دی او په دې لړ کښې به له هیڅ مرستې ډډه ونه کړي.

د دواړو هیوادونو ولسمشرانو هم داشان ډاډ څرګند کړ چې د (آسیا زړه-د استنبول بهیر) کانفرنس په افغانستان کښې د صلحې او ثبات له بهیر او د دغه هیواد له اقتصادي بیارغاونې سره مرسته وکړي.