اوربند په افغانستان کې د سولې وارمخکې زمینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98308-اوربند_په_افغانستان_کې_د_سولې_وارمخکې_زمینه_ده
د اسیا زړه کانفرنس غړیو د دغه کانفرنس په پایزې بیانیې کې ټینګار وکړ د تاوتریخوالیو کمول او اوربند په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات ته د رسیدا لپاره له مهمو او اساسی وار مخکې زمینو دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 07:14 Asia/Kabul
  • اوربند په افغانستان کې د سولې وارمخکې زمینه ده

د اسیا زړه کانفرنس غړیو د دغه کانفرنس په پایزې بیانیې کې ټینګار وکړ د تاوتریخوالیو کمول او اوربند په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات ته د رسیدا لپاره له مهمو او اساسی وار مخکې زمینو دي

تسنیم خبری اژانس راپور ورکوی چی د اسیا زړه نهم کانفرنس د افغانستان  ، د تاجیکستان د ولسمشرانو ، د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو ، استازیو او د دغه کانفرنس د ملاتړو هیوادونو او ادارو په شتون سره له دوه ورځنۍ غونډې وروسته له ګډې بیانیې صادرولو وروسته خپل کار پاې ته ورشوه .

په دغه کانفرنس کې د افغانستان چارواکو د دغه هیواد شرایط حساس او د سیمې د هیوادونو رول ډیبر مهم وباله .

د اسیا زړه کانفرنس پایزې بیانیې هدفمنې وژلې ، په ملکیانو ، مدنی فعالانو ، د بشری حقوقو په دفاع کونکیو ، خبریالانو او رسندویو فعالانو  حملې وغندلې .

د اسیا زړه کانفرنس ګډون والو په افغانستان کې د سیمه ایزو او نړیوالو ترهه ګرو ډلو له فعالیت اندیښنه څرګنده کړه  او له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره یې ګډه مبارزه مهمه وبلله .