په کابل کې چاودنې بیا د یوشمیرکسانووینه وبهوله
دغه چاودنې او ترهه ګرې حملې په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده ، د افغانستان حکومت اوطالبانو ډله په دغه هیواد کې د نښتو اوشخړو د ختمولو په خاطر په روانې میاشتې کې د ترکیې په استانبول کې سره خبرې اترې وکړي .
زمونږخبریال د افغانستان د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ ، د کابل د پولیسو ویندوي فردوس فرامرز وئیلي دي ، نن سهار د کابل ولایت په شاوخوا کې د قره باغ ولسوالۍ په سبز سنګ کلي کې ددغه هیواد دپوځیانو یو ګاډی له ماین سره جنګیدلی چې له امله ئې یو کس وژل شوی او څلور نور هم ټپیان شوي دي .
د خبر تر مخابیره کیدا پورې ددغې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې. پرون هم د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې په یوه پوځي موټر سائيکل چاودنه شوې وه چې له امله ئې دافغانستان درې امنیتی ماموران وژل شوي او دولس نور هم ټپیان شوي وو، چې پړه ئې هم طالبانو ډلې په غاړه اخستې وه .