ننګرهار کی د درملتونونو کاربندیز خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98964-ننګرهار_کی_د_درملتونونو_کاربندیز_خلکو_ته_ستونزې_جوړې_کړې_دي
په ختیځ ولایت ننګرهار کی د درملتونونو کاري اعتصاب خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2021 11:08 Asia/Kabul
  •  ننګرهار کی د درملتونونو کاربندیز خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي

په ختیځ ولایت ننګرهار کی د درملتونونو کاري اعتصاب خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي .

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په ختیځو ولایتونوکښې د درمل پلورنځیو ټولنې مشر ډاکتر نجیب الله صاحبزاده وایي، وروسته له هغې یې کاربندیز پېل کړ چې دافغانستان د درملو او خوراکي توکیو خپلواکې ادارې پریکړه وکړه چې په افغانستان کې به د درملو د واردولو او پلورلو واک یوازې پنځه لویو شرکتونو ته ورکړي.

ډاکتر صاحبزاده وایي که څه هم یادې ادارې په ظاهره ویلي چې دا کار افغانستان ته د راوړنکو بې کیفیته درملو مخنیوی او د دې چارې معیاري کیدل بولي خو نوموړی وایي د افغانستان د اساسي قانون سره سم اقتصاد په ازاد بازار ولاړ دی او په خصوصي سیکټر کښې د انحصار خبره نشته او هیڅوک حق نه لري چې په دې برخه کې د شوې پانګونې مخه ونیسي.

هغه وویل اوس مهال چې په ټول هیواد کې د درملو د تولید او پلور کوم سیستم روان دی خورا معیاری او منل شوی سیستم دی او راوړل کیدونکي درمل هم د ښه کیفیت لرونکي دي. ډاکتر صاحب زاده زیاته کړه: حکومت تر اوسه د بې کیفیته درملو د معلومولو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی خو په دې برخه کې د خصوصي سیکټر د بدنامولو هڅې کیږي.

په ختیز ولایتونوکې د درمل پلورونکي ټولنې  د اوه مادو په یو پریکړه لیک کې وایي که یې غوښتنې ونه منل شي دا کاري اعتصاب به ټول هیواد ته وغزوي او په هغه صورت کې چې ولسي وګړي له ستونزو سره مخ شي مسولیت به یی ددې ټولنې پر غاړه نه وي. خو دا په داسې حال کې دي چې د درملتونونو د تړل کیدو په همدې لومړۍ  ورځ  د ننګرهار ولایت عام وکړي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. دوې وایي: له یوې خوا روژه او له بلې خوا د درمل پلورنځیو تړل کیدو خواشینی کړي او د یو قلم درملو په موندلو پسی سرګردانه دي . دوي له حکومت او د درمل پلورنکو له ټولنې غوښتنه کوي چې دا ستونزه دخبرو له لارې هواره کړي