له افغانستانه دې امریکائي ترهه ګرعسکر زرتر زره ووځي
په افغانستان د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو له یرغل راهسې تر دې دمه په دغه هیواد کې ترهه ګري او دنشه ایزو توکو خوریدا نه یوازې کمه شوې نه ده ،بلکې لاپسې زیاته شوې هم ده چې ډیری په دې اند دي په دغو سپيرو بلاګانو کې امریکائي پوځيان بشبړ لاس لر ي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت د نظام د مصلحت پيژندونکي ټولنې منشي محسن رضائي پخپل یوه ټولنیز پیغام کې وئیلي دي ، له افغانستانه د امریکائي او ناټو عسکرو په وتلو سره ، ددغه هیوادکړیدلي او مسلمان خلک په وحدت او پخپلو داخلی توانمنیو اوقدرت باندې په تکیې سره ، پخپل هیواد کې تل پاتې آرامښت او ملی امنیت ټینګولی شي .
په دغه پیغام کې راغلي دي ، امریکا په افغانستان کې پوځي لاسوهنې کې په ناکامۍ اعتراف کړی دی .
د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو دلاسوهونکو اقداماتو باندې په اعتراف سره مدعي شوی ؤ امریکائي عسکر له افغانستانه له مئ میاشت څخه وځي .