د طالبانو په حملې کښې ۱۱ افغان پوځیان ووژل شول
یوولس تنه افغانستاني پوځیان د دغه هیواد په شمال کښې د طالب ډلې په بریدونو کښې وژل شوي دي.
یوولس تنه افغانستاني پوځیان د دغه هیواد په شمال کښې د طالب ډلې په بریدونو کښې وژل شوي دي.
د افغانستان په شمال کښې د بغلان ولایت چارواکو پرون وویل چې طالبانو د بغلان په مرکز پلِخُمري ښار کښې د دغه هیواد د پولیسو په اډې باندې حمله وکړه چې له امله یې اووه پولیس وژل شوي او د دې اډې تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلل.
هم داشان د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کښې د افغانستان په حکومت پورې د اړونده ولسي غورځنګ ځواکونو اډه د طالب ډلې له حملې سره مخامخ شوه چې له امله یې د ولسي پاڅون څلور ځواکونه مړه او پنځه نور زخمي شول.
د پسرلي په پیلیدو او د موسم په ګرمیدو سره د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالبانو حملې او تحرکات هم زیات شوي دي.