د افغانستان لپاره بهرنیو عسکرو هیڅ بریا نه ده درلودلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99124-د_افغانستان_لپاره_بهرنیو_عسکرو_هیڅ_بریا_نه_ده_درلودلي
هغه قوانین او پروګرامونه چې  د پرَدیو په وسیله دمونږ په هیواد کې  په تیرو دوو لسیزو کې د سولې په نامې سره  اجراشوي ،  موخه ئې دا وه چې   خلک له جهاد او مبارزې لیرې وساتي  او په دغه هیواد کې خپلې سپیرې موخې  اجرا او پلي کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2021 02:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان لپاره بهرنیو عسکرو هیڅ بریا نه ده درلودلي

هغه قوانین او پروګرامونه چې  د پرَدیو په وسیله دمونږ په هیواد کې  په تیرو دوو لسیزو کې د سولې په نامې سره  اجراشوي ،  موخه ئې دا وه چې   خلک له جهاد او مبارزې لیرې وساتي  او په دغه هیواد کې خپلې سپیرې موخې  اجرا او پلي کړي.

 زمونږ خبریال راپور راکړ  د افغانستان د انرژۍ  او  اوبه خور پخواني وزیر او یوه جهادي  مشر  محمد اسماعیل  پرون  په هرات کې د افغانستان د جهاد د وخت د سلګونو مشرانو او کمانډرانو په  غونډې کې  په راتلونکي ستمبر میاشت کې  له افغانستانه د بهرنیو عسکرو  د وتلو په هرکلي سره  وئيلي دي ،  په پرَدیو  هیوادونو  او په سترو قدرتونو تکیه کول  دهیچا په ګټه نه ده او د افغانستان ولس  په غږملتیا او پیوستون سره  د ناغوښتي جنګ له شره  نجات موندلی شي .

 اسماعیل خان  طالبانو ته په خطاب کې وئيلي دي ، مونږ  طالبانو ته وایو چې  که  د زور له لارې  قدرت ته رسیدل ممکن  وائ ، نو شوروي  له کلونو کلونو تیریو وروسته باید   افغانستان کنټرول په اختیار کې درلودلی وائ ، خو هیڅکله  هم داسې ونه شول .

 د افغانستان دغه پخواني وزیر  وئيلی دي ، د ستمبر دیولسمې له پيښو وروسته  څه دپاسه پنځوس هیودونه   افغانستان ته راغلی ، او درستو هیله درلوده چې  افغانستان آباد کړي ،  چې له بده مرغه  د خپلې خوښې ډيموکراسۍ په نامې سره ئې  اوس مونږ  ته یوازې کنډوالې ، بې وځلي ،  کډه په سرکیدا  پريښودلي دي .

 په دغې غونډې کې یوه بل جهادي قوماندان غلام محمد مصؤن  هم وئيلي،  هغه قوانین او پروګرامونه چې  د پرَدیو په وسیله دمونږ په هیواد کې  په تیرو دوو لسیزو کې د سولې په نامې سره  اجراشوي ،  موخه ئې دا وه چې   خلک له جهاد او مبارزې لیرې وساتي  او په دغه هیواد کې خپلې سپیرې موخې  اجرا او پلي کړي.