د افغانستان لپاره بهرنیو عسکرو هیڅ بریا نه ده درلودلي
هغه قوانین او پروګرامونه چې د پرَدیو په وسیله دمونږ په هیواد کې په تیرو دوو لسیزو کې د سولې په نامې سره اجراشوي ، موخه ئې دا وه چې خلک له جهاد او مبارزې لیرې وساتي او په دغه هیواد کې خپلې سپیرې موخې اجرا او پلي کړي.
زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان د انرژۍ او اوبه خور پخواني وزیر او یوه جهادي مشر محمد اسماعیل پرون په هرات کې د افغانستان د جهاد د وخت د سلګونو مشرانو او کمانډرانو په غونډې کې په راتلونکي ستمبر میاشت کې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو په هرکلي سره وئيلي دي ، په پرَدیو هیوادونو او په سترو قدرتونو تکیه کول دهیچا په ګټه نه ده او د افغانستان ولس په غږملتیا او پیوستون سره د ناغوښتي جنګ له شره نجات موندلی شي .
اسماعیل خان طالبانو ته په خطاب کې وئيلي دي ، مونږ طالبانو ته وایو چې که د زور له لارې قدرت ته رسیدل ممکن وائ ، نو شوروي له کلونو کلونو تیریو وروسته باید افغانستان کنټرول په اختیار کې درلودلی وائ ، خو هیڅکله هم داسې ونه شول .
د افغانستان دغه پخواني وزیر وئيلی دي ، د ستمبر دیولسمې له پيښو وروسته څه دپاسه پنځوس هیودونه افغانستان ته راغلی ، او درستو هیله درلوده چې افغانستان آباد کړي ، چې له بده مرغه د خپلې خوښې ډيموکراسۍ په نامې سره ئې اوس مونږ ته یوازې کنډوالې ، بې وځلي ، کډه په سرکیدا پريښودلي دي .
په دغې غونډې کې یوه بل جهادي قوماندان غلام محمد مصؤن هم وئيلي، هغه قوانین او پروګرامونه چې د پرَدیو په وسیله دمونږ په هیواد کې په تیرو دوو لسیزو کې د سولې په نامې سره اجراشوي ، موخه ئې دا وه چې خلک له جهاد او مبارزې لیرې وساتي او په دغه هیواد کې خپلې سپیرې موخې اجرا او پلي کړي.