افغان ولسمشراشرف غني کندهار ته لاړ
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته ورسېد
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته ورسېد.
د افغانستان ارګ نن په یوه بیانیه کې کندهار د افغان ولسمشر د سفر موخه د دې ولایت د عمومي وضعیت ارزول بللي.
په بیان یه کې راغلي چې نوموړی به په دې سفر کې په کندهار کې د مهمند روغتون پرانیستې ترڅنګ د یاد روغتون مسؤلینو، د ارغنداب ولسوالۍ زيانمنو شويو کورنیو، د دې ولايت مشرانو، متنفذینو، ملکي او نظامي مسؤلینو او د خصوصي سکتور استازو سره جلا جلا ليدنې هم ولري.
همدا راز نوموړی به یوې پراخې ولسي غونډې ته وینا هم وکړي.
افغان ولسمشر غني په داسې مهال کندهار ولایت ته په سفر تللی چې تېره شپه د کندهار په هوایي ډګر څو توغندي لږېدلي، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.