په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو او واکسیناتورانو وژوونکی ونیول شو
دننګرهار والي ضیاالحق امرخیل څه وخت وړاندې ویلي و چې د ښځینه خبریالانوا وواکسیناتورانود وژنې په عاملینو پسی د پلټنې عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه ددې قتلونو عاملینو ته په څوګامه کې وررسیدلي دي.
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان دننګرهار ولایت یوې یوې امنیتي سرچینې چې نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شي ویلي چې د پولیسو ځانګړي ځواک د جلال اباد په ښار کې د عطا الرحمن په نوم یو تن چې دداعش ډلی د مهم وژل شوي قوماندان صباګل چې تیر کال ددې ولایت د پچیر اګام په ولسوالۍ کې په یو هوایی برید کې ووژل شو زوی دی ،له یو بل ملګري سره نیول شوی دی.
دغه امنیتی سرچینی ویلي چې نیول شوی تن د انعکاس د خصوصي تلویزیون ددرې تنو ښځینه کارکوونکو ،درې ښځینه واکسیناتورانواو یوې ښځینه ډاکترې پر وژل کیدوسربیره په ګڼو نورو تروریستي پیښو کې لاس درلود .دغه امنیتي سرچینې ویلي چې نیول شوي کسان د نورو پوښتنو ګرویګن لپاره پلازمینې کابل ته لیږدول شویدي.دننګرهار والي ضیاالحق امرخیل څه وخت وړاندې ویلي و چې د ښځینه خبریالانوا وواکسیناتورانود وژنې په عاملینو پسی د پلټنې عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه ددې قتلونو عاملینو ته په څوګامه کې وررسیدلي دي. په جلال اباد کې د انعکاس خصوصي تلویزیون ددې ښځینه کارکوونکو وژل کیدل په دغه رسنۍ کې د نورو ښځینه کارکوونکو له دندو د لاس په سر کیدو او دغه راز دښځینه واکسیناتورانو وژل کیدل په ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو د کمپاین د ځنډیدو لامل شو. ددغو ښځینه خبریالانو او واکسیناتورانو دوژل کیدو پړه داعش وسله والې ډلې پر غاړه