افغانستان کښې کورونا ناروغۍ زیاته شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99440-افغانستان_کښې_کورونا_ناروغۍ_زیاته_شوي_ده
ایرنا خبري اژانس وايي راپورونه په افغانستان کښې د کورونا ویروس د نوي څپې د رامینځته کیدا او د خلکو د مړینې د زیاتیدا ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2021 09:04 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې کورونا ناروغۍ زیاته شوي ده

ایرنا خبري اژانس وايي راپورونه په افغانستان کښې د کورونا ویروس د نوي څپې د رامینځته کیدا او د خلکو د مړینې د زیاتیدا ښودنه کوي .

د افغانستان د روغتیا چارواکو وویل په پلازمینې کابل کښې د کورونا ویروس نوي څپه په زیاتیدا ده  او د درملنې مرکزونو ته د خلکو د نه ورتلو په وجه د دغه ناروغۍ له کبله د خلکو د وژل کیدا د شمیر د زیاتیدا احتمال ډیر دی  .

د کابل د روغتیا چارواکو وویل د هغو کسانو شمیر چې په وروستیو ورځو کښې د غاړې د درد ، د سختې تبې ، ټوخي او د نورو دردونو په خاطر د پلازمینې کابل په تیره بیا د کابل لویدیځ سیمو ته د درملنې لپاره ورځي زیات شوی دی .

په افغانستان کښې کورونا ناروغۍ تراوسه دوه زره او پینځه سوه دوه اتیا (۲۵۸۲) کسان وژلي دي .

تر نن سهار پورې په ټوله دنیا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یوسل اوه څلویښت (۱۴۷) میلیونه او څوارلس زره (۱۴۰۰۰) کسانو ته رسیدلی دی .

د ورلډ میټر اینټرنیټ پاڼې لخوا د خپرو شویو شمیرنو پراساس له امریکا  وروسته هندوستان برازیل ، فرانسه ، روسیه او ترکیه له ترتیب سره سم په دنیا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو تر ټولو زیات شمیر لري .