افغانستان کښې کورونا ناروغۍ زیاته شوي ده
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت پرون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا ویروس د یوسل دوه ایا(۱۷۲)نورو کسانو په ککړیدا سره په دغه ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمیر نهه پنځوس زره او پینځلس (۵۹۰۱۵) تنو ته ورزیات شوی دی .
په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په افغانستان کښې د کورونا ویروس له کبله نور لس (۱۰) کسان مړه شول او تراوسه دغه ناروغۍ دوه زره او پینځه سوه دوه نوي (۲۵۹۲) کسان وژلي دي .
د کابل د روغتیا د چارو چارواکو ویلي دي په پلازمینې کابل کښې د کورونا ناروغۍ نوي څپه په چټکۍ سره په زیاتیدا ده .
په ګاونډي هیواد پاکستان کښې هم کورونا ویروس زیات شوي او په تیرو څلرویشتو(۲۴) ساعتونو کښې یې یوسل پینځلس (۱۱۵)کسان وژل شوي او پینځه زره شپږسوه یولس (۵۶۱۱)نور کسان په دغه ناروغۍ ککړي شوي دي او اوس په پاکستان کښې په اکثرو سیمو کښې پوځیان دیره شوي دي چې د کورونا پروټوکولونه عملي کاندي .