د افغانستان او پاکستان ترمینځ یوځل بیا سرحدي نښته شوې ده
د افغانستان او پاکستان ترمینځ د شوې نښتې له امله په قندهار ولایت کښې د سپین بولدک سرحدي لاره یوځل بیا بنده شوه او له امله یې څو کسان زخمي شول.
د افغانستان او پاکستان ترمینځ د شوې نښتې له امله په قندهار ولایت کښې د سپین بولدک سرحدي لاره یوځل بیا بنده شوه او له امله یې څو کسان زخمي شول.
د افغانستان د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي وویل: دغه نښته پرون سهار نهه بجې د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان سیمه کښې رامینځته شوه. علوي د دغې نښتې په هکله زیاته کړه چې پاکستاني ځواکونو سرحدي حصارونه د افغانستان خاورې ته راوړې وې چې د افغان سرحدي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.
دغه افغان پوځي چارواکي د دغې نښتې د جزئیاتو او د هغې د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله هیڅ ونه ویل.
له دې مخکښې هم په سپین بولدک سرحد کښې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ څوڅو وارې نښتې شوې دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.