د افغانستان ولسمشر د امریکا د پوځیانو د وتلو هرکلی وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر د بهرنیو پوځیانو وتل د هیواد لپاره د نړیوالو اړیکو پیلیدل وبلل .
محمد اشرف غني پرون ټینګار وکړ له افغانستان څخه د بهرنیو په تیره بیا د امریکا د عسکرو په وتلو سره دغه هیواد څنګ ته کیږي نه بلکې د نړیوالو اړیکو نوب باب پیلیږي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل د هوايي ځواکونو او د نورو امنیتي عسکرو ضرورتونه په نړیوالو اړیکو سره تامینیږي .
هغه ټینګار وکړ له افغانستان څخه د خارجي عسکرو له وتلو وروسته دغه هیواد ته فرصت ورکول کیږي چې په حقیقي ډول ازادۍ ، ولسواکۍ ، سولې ته ژمنتیا ، ملي وحدت ، اسلامي هویت او نړیوالې بې طرفۍ ولري .
ټاکل شوي ده چې څلور(۴) ورځې وروسته له افغانستان څخه د خارجي عسکرو د وتلو بهیر پیل شي .
سیاسي شناندي له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو وتلو ته د شک په سترګه ګوري او ځینې شناندي هم هغه په سیمه کښې د امریکا د ماتي د خوړلو نښه ګڼي .