طالبانو ته د قدر ت له انتقال اندیښنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99642-طالبانو_ته_د_قدر_ت_له_انتقال_اندیښنه
سرتاج زیاتوی که د طالبانو د مشرۍ انتقال له سیاسی موافقې او یا د سولې له خبر و اترو نتیجې وروسته ترسره کیږی ډیر اندیښمنونکی ندی ، که داسې نه وی تنو سیاسی او پوځی کړکیچ زیاتیولېاو حتی د ویشلو زمینه برابرولې شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2021 10:55 Asia/Kabul
  • طالبانو ته د قدر ت له انتقال اندیښنه

سرتاج زیاتوی که د طالبانو د مشرۍ انتقال له سیاسی موافقې او یا د سولې له خبر و اترو نتیجې وروسته ترسره کیږی ډیر اندیښمنونکی ندی ، که داسې نه وی تنو سیاسی او پوځی کړکیچ زیاتیولېاو حتی د ویشلو زمینه برابرولې شی

د افغانستان  امنیتی مسولانو او ګوندی شخصیتونود دغه هیواد داخل ته د طالبانو د مشرۍ د انتقال په بڼه کې د دغه هیواد د ویشل کیدا په اړه خبردارې ورکړ .

د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د جنګ او ناامنیو له زیاتیدا سره په یووخت د دغه هیواد د ملی امنیت عمومی مشر احمد ضیا سراج وویل طالبان د افغانستان داخل ته د دغې ډلې د مشرۍ د انتقال په تدارک کی دي . د سراج په وینا سیاسی څاورنکیو د دغه هیواد داخل ته د طالبانو د مشرۍ د انتقال په بڼه کې د دغه هیواد د ویشل کیدا په اړه خبردارې ورکړی دې . سرتاج زیاتوی که د طالبانو د مشرۍ انتقال له سیاسی موافقې او یا د سولې له خبر و اترو نتیجې وروسته ترسره کیږی ډیر اندیښمنونکی ندی ، که داسې نه وی تنو سیاسی او پوځی کړکیچ زیاتیولېاو حتی د ویشلو زمینه برابرولې شی .

په عین حال کې د افغانستان د ملت ګوند عمومی منشی جعفر مهدوی وویل طا لبان د یوه سیاسی او ایډیالوجیک بهیر په توګه اووروستیو دو کلونو بدلونونو ته په پام سره په پوځی او ډیپلوماټیکو ډګرونو کې  سترې بریاوې درلودلی دي او په اساسی توګه له یوې ترهه ګرې ډلې  د سیمې او نړۍ په سویه  په یوې سیاسی ډلې چی روا والې لری ، بدله شوی ده ، له دې اړخه د پاکستان په خاوره کی د دغې ډلې د مشر شتون ممکنه ده یوه تیروتنه وبلل شی . د مهدوی په وینا طالبان په ډیرو دلایلو دلچسپۍ لری چی مشری یې د افغانستان داخل ته انتقال شی او دا موضوع له یوې د دغې ډلې د سیاسی او پوځی قدرت د توان ښودنه کوی  او له بل پلوه  هغه تورونه چی کوندی طالبان پاکستان رهبری او هدایتوی ، پیکه کوی .

د افغانستان دملت ګوند عمومی منشی هیله څرګنده کړه چی د افغانستان خاوری ته د طالبانو د مشرۍ انتقال که سیاسی موافقې او یا د سولې دخبرو اترو له نتیجې  وروسته ترسره شی ، که داسې ونشی نو په دغه هیواد کې سیاسی او پوځی کړکیچ سختولې او د افغانستان د ویشل کیدا سبب کیدلې شی .

په دې اړه د افغانستان له سیاسی چارو خبر کس عبدالاحد فایزهم وویل حاضر د افغانستان خاوری ته د طالبانو د رهبرۍ د انتقال شرایط برابر ندي ، که څه هم دغه ډله د افغانستان د اکثره خاورې د نیولو ادعا لری ، خو د دغه هیواد په اکثره جغرافیه کې  سمبولیک  او تیت پرک  شتون لری .فایز په عین حال کې خبردارې ورکړ باید هیره نکړو طالبان له دې وروسته چی امریکا په وسیله له سیاسی انزوا ووتل ، نو قدرت یې په زیاتیدو ده او اوس په  افغانستان کې  د قدرت د ترلاسه کولو لپاره په یوه بالقوه خطر بدل شوی دي .

له دې مخکې هم ځینو افغان سیاستوالانو تل طالبان له سیاسی او پوځی لحاظه په پاکستان پورې تړلي بللی دي .