افغانستان کښې ۲۰ خبریالان وژل شوي دي
May 04, 2021 03:04 Asia/Kabul
افغانستان کښې د خبریالانو خلاف حملې روانې دي
په تیرو شپږو میاشتو کښې د افغانستان شل تنه خبریالان په هدفمنو او ترهګرو حملو کښې وژل شوي دي.
د بې سرحده رپورټرانو سازمان پرون وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کښې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په هدفمنو او ترهګرو بریدونو کښې ۲۰ تنه خبریالان وژل شوي او ۱۲ نور زخمي شوي دي.
د دغه رپورټ له مخې افغانستان د رسنیو د آزادۍ له نظره د نړۍ په ۱۲۲ نمبر دی.
د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیشن هم له طالب ډلې هم وغوښتل چې د خبریالانو وژله بنده کړي.
هم داشان د افغانستان د ولسمشر مرستیال محمد سرور دانش هم په کابل کښې په یو لړ مراسمو کښې وویل: طالبانو د تاؤتریخوالي په تیره بیا د خبریالانو او مدني فعالانو د وژلو په دوام سره ځان له مخکښې نه زیات رسوا کړی دی.
ټیګونه