په افغانستان کې د قدر د دوهمې شپې مراسم پر ځای شو
د روژې د یوویشتمي شپې د احیا مراسم او د حضرت علی ع د شهادت کلیزه د کابل ښار په جوماتونو کې په یوه معنوي او له بندګۍ ډکه فضا کې تر سره شوه.
د اوا د خبري اژانس له راپور سره سم، د قدر د دوهمي شپې مراسم په داسي حال کې تر سره شو چي وېناوالو د قدر د شپې او د قران شریف تر مینځ په اړیکو او د انسانانو په ژوند کې په اثراتو ټینګار وکړل.
هغوی زیاته کړه چي لکه څرنګه د قدر شپه د انسان د برخلیک د ټاکلو شپه ده همهغه شان قرآن شریف د بشریت برخلیک ټاکونکي او د بشریت د ژوند د طریقې د ښودلو او د هدایت چاره ده.
حجت الاسلام محمد باقر دانشي په یادو مراسمو کې وویل: لکه څرنګه چي د قدر شپه برخلیک ټاکونکې ده هم هغه شان قرآن شریف د بشریت برخلیک ټاکونکی او د هدایت یوازینۍ لاره ده.
دغه مذهبی عالم زیاته کړه: حضرت علی ع د نبی اکرم له بعثت نه تر مخه هیڅکله ورڅخه جدا نه وو، حتي کله چی به نبی اکرم ص د حرا غار ته د عبادت لپاره تلي حضرت علی ع یې تر څنګ پاته کېدل.