-
ملګروملتونو د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم ملاتړ کړی
Jul 12, 2025 12:25زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د نړیوالې جنايي محکمې له خوا د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم صادرېدو هرکلی کړی دی.
-
ننګرهارکې دتودوخې زیاتیدو له امله ساري ناروغۍ هم زیاتې شویدي
Jul 12, 2025 01:25د افغانستان روغتیایي چارواکي وایي، په موسمي ناروغانوکې دنورو په پرتله د ماشومانو شمیره لوړه ده
-
نادر یاراحمدي: له ۷۷۲ زره زیات غیرقانوني افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي
Jul 11, 2025 10:48د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو ښاریزواو کډوالو د مرکز مشر او د وزیر سلاکار "نادر یاراحمدي" وویل: د روان کال له پیل راهیسې له ۷۷۲زره زیات غیرقانوني افغان ښاریز خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
-
تاجیکستان افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړچی له هیواده ووځي
Jul 11, 2025 10:03تاجیکستان پراخ کمپاین پیل کړی چې له مخې یې زرګونه افغان کډوال نیول کېږي او په زور شړل کېږي. افغان کډوالو ته یوازې ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې له دې هیواده ووځي، هغه اقدام چې د کډوالو په منځ کې یې ویره او ګډوډي خپره کړې ده.
-
د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به روغتیایي برخه له ګواښ سره مخ کړي
Jul 11, 2025 01:57کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا ویلي، هر ماشوم د زدهکړو حق لري او هرې نجلۍ ته باید په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د زده کړو زمینه برابره شي. هغه افغانستان کې پر نجونو د ښوونیز بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړې.
-
مسکو به له سرپرست حکومت سره همکاریو ته دوام ورکوي
Jul 11, 2025 01:45د روسیې بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې سرپرست حکومت د سیمې د امنیت تامین په ځانګړې توګه له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لري او له همدې امله مسکو به افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
-
د طالبانو نوی لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ وېره او سانسور نور هم پراخ کړي
Jul 11, 2025 01:30یوناما پر هغه نوې لارښود اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ورکړی دی. په دې تازه لارښود کې، طالبانو رسنیو ته امر کړی چې سیاسي بحثونه او د دغو بحثونو د مېلمنو نوملړ باید له خپرېدو مخکې د طالبانو له خوا تایید شي.
-
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي
Jul 11, 2025 01:19د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
-
سږکال د حج د مراسمو پرمهال ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي
Jul 10, 2025 10:30د طالبانو د حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت د یوې خبري ناستې پر مهال د سږني حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو د مړینې عمومي شمېرې خپرې کړې.
-
یوناما د طالبانو پر نوې رسنیزې تګلارې ژوره اندېښنه ښودلې
Jul 10, 2025 10:25په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په تازه څرګندونو کې د طالبانو وروستۍ رسنیزه تګلاره د اندېښنې وړ بللې ده.