-
د افغانستان شپږڅلویښت فیصده ۴۶ واده شوې ښځې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي
May 13, 2025 12:11زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د بريتانیا سفارت وايي چې ۴۶ سلنه واده شوې افغان ښځې له فزیکي تاوتریخوالي، ۳۴ سلنه له رواني تاوتریخوالي او ۶سلنه له جنسي تاوتریخوالي سره مخ دي.
-
د طالبانو حکومت د فرانسې د سفارت د پرانیستلو غوښتنه وکړه
May 13, 2025 10:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په قطر کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت استازي «سهیل شاهین» پرون د افغانستان په چارو کښې د فرانسې له استازي «ژان مارین شو» سره په کتنه کښې د فرانسې له حکومت وغوښتل په کابل کښې خپل سفارت پرانیزي او هغه فعال کړي.
-
طالبانو د شیخ زاید پوهنتون ۱۲۰ استادان او کارکوونکي له کارونو لیرې کړل
May 13, 2025 08:28زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په خوست کې سرچینې وایي چې طالبانو د شیخ زاید پوهنتون د ۱۲۰ استادانو او اداري کارکوونکو دندې د «تنقیص» په نامه لغوه کړې او هغوی یې له دندو شړلي دي.
-
طالبانو د پاکستان او افغانستان پر پوله د امنیت ډاډ ورکړ
May 12, 2025 10:51ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دا ډاډ د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق او دغه راز د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ورکړی دی.
-
طالبان: له ټولنیزو شبکو ناروا ګټه اخیستونکو ته سزا ورکول کېږي
May 12, 2025 10:36د طالبانو د امر بالمعروف اونهي عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې که د ټولنیزو رسنیو کاروونکي له دغو شبکو «نامشروع» استفاده وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
-
د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې نن د باران اټکل شوی
May 12, 2025 10:31د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې نن (دوشنبه) په ۱۷ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.
-
د افغانستان او ازبکستان د خصوصي برخو ترمنځ ۳۰ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي
May 12, 2025 08:30دا هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې لاسلیک شوي، چې پهکې د طالبانو دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د سوداګرۍ د خنډونو پر حل او ازبکستان ته د افغان صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
-
کابل کښې د چین، د پاکستان او د افغانستان غونډه وشوه
May 11, 2025 00:09زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کښې د پاکستان د چین او د افغانستان ترمینځ د درې اړخیزو خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شو.
-
افغان حاجیان د طالبانو له خوا برابر شویو خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي
May 10, 2025 02:49یو شمېر افغان حاجیان چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له لارې عربستان ته لېږل شوي، د خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي.
-
په کابل کې د هلمند سیند د اوبو د ګډې کمېټې غونډه جوړه شوه
May 10, 2025 02:34په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند د اوبو د دوهاړخیزه تړون له مخې، د افغانستان او ایران د اوبو د کمیسارانو د ګډې کمېټې ۲۹مه ناسته، د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په کابل کې جوړه شوې ده.