-
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاڅي لاره بېرته پرانېستل شوه
May 09, 2025 09:34طالب چارواکو خبر ورکړی چې د خرلاڅي لار له اوو میاشتو تړل کېدو وروسته، بېرته پرانیستل شوه.
-
په جرمني کې یوه افغان کډوال د یوه پلورنځي څښتنه وژلې
May 09, 2025 09:28افغان رسندویو د جرمني رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د یوه پلورنځي افغان کارکوونکي خپله مالکه د پیسو د غلا کولو په نیت وژلی دی.
-
د افغانستان په پکتیا کې د ستنو شوو کډوالو لپاره د قطري میرمنو په لګښت د ۱۰۰ کورونو د جوړولو کار پیل شو
May 08, 2025 02:25د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار په رباط کمپ کې د کډوالو لپاره د ۱۰۰ کورونو د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د قطري میرمنو لخوا له کابو اتو لکو ډالرو څخه زیاتو لګښتونو سره تامینیږي.
-
افغانستان په نړۍ کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري
May 06, 2025 03:44د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د مې پر پنځمه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دا هېواد په نړۍ کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري.
-
ایران له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې
May 06, 2025 03:07په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې او رغونې برخه کې همکاري وکړي.
-
نن د می پنځمه د قابله ګانو نړیواله ورځ ده
May 05, 2025 11:14د قابله ګانو نړیوالې ورځې په رارسېدو سره، په افغانستان کې یو شمیر قابله ګانې له سختو کاري شرایطو شکایت کوي او د دې برخې محصلینې بیا له ناڅرګند راتلونکي سره مخ او له زده کړو محرومې ګرځول شوي دي.
-
قرغیزستان افغانستان ته د ۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت تیل صادر کړي دي
May 05, 2025 10:22د قرغیزستان د احصایې کمېټې اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت تېل صادر شوي دي.
-
خپل هېواد ته راستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې له ناڅرګند راتلونکې سره مخ دي
May 05, 2025 10:06د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) ویلي چې په تېره اپریل میاشت کې ۲۵۰ زره افغان کډوال په ډېر بدحالت کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
-
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۴ نیم ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې
May 04, 2025 10:57د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، له افغانستان سره یې د ۴.۵ ټه طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
-
سېلابونو په بدخشان کې د ۵ تنو ژوند واخیست
May 04, 2025 10:42د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۵ تنه مړه شوي دي. په بهارک او جرم ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.