کابل کښې د چین، د پاکستان او د افغانستان غونډه وشوه
May 11, 2025 03:39 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کښې د پاکستان د چین او د افغانستان ترمینځ د درې اړخیزو خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شو.
په دغه غونډې کښې د اقتصادي او د امنیتي مرستې او په سیمه کښې د امنیت په هکله موافقه وشوه.
د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د چین له استازي سره یوځای د افغانستان د تجارت له وزیر سره کتنه او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کښې د تجارت او د اقتصادي ملګرتیا د زیاتولو په هکله ګټورې خبرې وشوې.
په دغه غونډې کښې افغانستان ته د سي پیک پروژې د غزولو په هکله په ارادې ټینګار وشو.
ټیګونه