-
د افغان کډوالو د ستونزو د حل هڅې روانې دي
Oct 03, 2023 01:27سرپرست حکومت وایي، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند اندېښمن کړي او غوښتنه کوي چې له افغان کډوالو سره په هغه هېواد کې انساني او اسلامي چلند وشي.
-
د نجونو د زده کړو مسئله به له یوې منطقي لارې حل کړو
Oct 03, 2023 01:03د افغان طالبان بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې د نجونو د زده کړو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع بللې او زیاته کړې ده چې سرپرست حکومت هڅه کوي چې ستونزې له یوې منطقي لارې حل کړي تر څو په هېواد کې د مخالفتونو او کړکېچونو د رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي.
-
په افغانستان کې امنیت د ایران اصلي هدف دی
Oct 02, 2023 12:43په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال په افغانستان کې د سرپرست حکومت د داخله وزیر له مرستیال سره په کتنه کې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کې د امنیت له ټېنګېدو سره مرسته د ایران اصلي هدف دی.
-
مولوي عارف الله عارف او ډاکټر علي واحدي د وحدت د کانفرنس په هکله څه نظرونه لري
Oct 02, 2023 08:12د ایران په پلازمینې تهران کښې د اسلامي وحدت د اوه دیرشم نړیوال کانفرنس پیل شوی دی مونږ په دې هکله د افغانستان د حج او د اوقافو د وزارت له معین مولوي عارف الله عارف او د سیاسي چارو د کارپیژاند ډاکټر علي واحدي نظرونه معلوم کړي دي چې اوس یې په ګردي میز کښې درته وړاندې کوو.
-
د افغانستان خلک باید د هیواد په پرمختګ کښې ګډون وکړي جزیات دلته واورئ
Oct 02, 2023 07:37زمونږ خبریال راپور راکړی طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په بهر کې له ميشتو افغانانو غوښتي چې د خپل هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي.
-
د ننګرهار شل رواني ناروغانو کورنیو ته ورسپارل شوي دي
Oct 02, 2023 07:26زمونږ خبریال راپور راکړی د میرمنو په ګډون شل تنه رواني ناروغان په ننګرهارکې له درملنې وروسته خپلوکورونو ته ستانه شول.
-
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو د لړۍ دوام
Oct 02, 2023 02:38د پاکستان امنیتي ځواکونو ۳۷۵ نور افغان کډوال نیولي دي.
-
طالبان: پاکستان د داعش د شتون لپاره زمینه برابروي
Oct 02, 2023 02:22د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې د افغان طالبانو حکومت ادعا کړې چې په اسلام اباد کې ځینې چارواکي د داعش د شتون لپاره زمینه برابروي.
-
افغانستان(۱۵۰) ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر کړل نور حال دلته لرو
Oct 01, 2023 12:54زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان په کندز ولایت کې د (سپین زر) دولتي شرکت وچ رومیان د افغانستان له ډیریو کروندو راټول کړي اود (۱۵۰) ټنه په اندازه لومړۍ محموله یې اروپا ته استولې.
-
هلمند کښې د شاتو د مچیو فارمونه شته نور حال دلته لرو
Oct 01, 2023 11:45زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان جنوبي لور هلمند ولایت کې دشاتو د مچیو څه دپاسه (۱۰۰) فارمونه شتون لري خو، دبهرنیو واردتو له کبله بازار نلري.