-
یوه ازبکستاني شرکت، روسیې او اروپا ته د افغانستان د تازه مېوو صادرولو ته چمتووالی وښود
Jun 08, 2026 13:28یو ازبکستاني کرنیز شرکت چمتو دی چې هر کال دوه زره ټنه د افغانستان مېوې اروپایي هېوادونو، ازبکستان او روسیې ته صادرې کړي.
-
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د میندو د مړینې په کمولو کې د قابلو او روغتیايي خدمتونو پر رول ټینګار وکړ
Jun 08, 2026 13:26د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اعلان کړی چې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې میندو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د قابلو حضور، د میندو او نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.
-
په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته
Jun 08, 2026 06:26د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان په خاورې کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون او فعالیت یو ځل بیا رد کړ.
-
کرزي د افغان نجونو لپاره د تعلیمي بورسونو هرکلی وکړ
Jun 07, 2026 05:51د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له لوري افغان نجونو ته د لوړو زدهکړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.
-
ملګري ملتونه: یوازې ۳۳ سلنه افغانان برېښنا لري
Jun 06, 2026 12:14د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه خلک د برېښنا اسانتیا لري، او په کلیوالو سیمو کې دا کچه تر ۲۰ سلنې هم ټیټه ده.
-
د طالبانو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا غږېدلی
Jun 05, 2026 16:09د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیا په برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو ښه پلي کېدو په موخه پر همغږۍ خبرې کړې دي.
-
یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
Jun 05, 2026 14:39په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت له ویجاړوونکو پایلو سره مخ دي. یوناما ویلي چې وچکالي او د اوبو کمښت لاهم په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي.
-
د افغانستان له لارې د رېللارې پروژه لا هم تر بحث لاندې ده
Jun 05, 2026 05:18د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اورچوک ویلي، سره له دې چې سیمه له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخامخ ده د افغانستان له لارې د رېللارې جوړولو پروژه، ، لا هم په جدي ډول تر بحث لاندې ده.
-
طالبانو په هرات کې د دوو وسلهوالو غلو د وژل کېدو خبر ورکړ
Jun 04, 2026 16:04زمونږ خبریال راپور راکړی په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې له دغې ډلې سره په نښته کې دوه وسلهوال غله وژل شوي دي.
-
طالبانو له ایټالیا غوښتي چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان محاکمه کړي
Jun 04, 2026 05:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې هغه کسان ونیسي او عدالت ته وسپاري چې د ایټالیا په جنوبي سیمه کالابریا کې یې درې افغانان وژلي دي.