-
چین د افغانستان په خلاف د امریکا د لمسوونکو اقداماتو سره مخالف دی
Sep 23, 2025 11:07په تهران کې د چین سفیر په دې باندې په ټینګار سره چې د افغانستان راتلونکي او برخلیک باید د دې هېواد د خلکو په لاس کې وي، وویل: ځینې هېوادونه د تحریکي اقداماتو او د افغانستان د داخلي ثبات د ګډوډولو په لټه کې دي او موږ د دې مسلې مخالف یوو.
-
د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوه
Sep 23, 2025 10:36د افغانستان او پاکستان تر مینځ د تورخم لاره د پاکستاني فوځیانو له خوا له لنډې مودې بندېدو نه وروسته، بیرته پرانیستل شوه.
-
تورخم لاره د مسافرو د تګ راتګ په مخ بنده شوې
Sep 23, 2025 09:22په افغانستان کې د ننګرهار ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د تورخم دروازه د "نامعلومو دلایلو" له امله د مسافرو پر مخ تړل شوې ده. د وروستي ځل لپاره دغه لار د روان لمریز کال په پسرلي کې تړل شوې وه چې شاوخوا یوه میاشت یې دوام وکړ.
-
هر کال په افغانستان کې تر ۴۰ زره زیات ناروغان د زړه د ناروغیو له امله مري
Sep 23, 2025 02:42د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې هر کال تر ۴۰ زره زیات خلک د زړه او رګونو د ناروغیو له امله مري.
-
د الوتکې په شاتني څرخ کې د پټ شوي افغان تنکي زلمي خطرناک سفر
Sep 23, 2025 02:32د رسنیو په حواله یو ۱۳ کلن هلک د کام ایر هوايي شرکت د یوې الوتکې په شاتني څرخ «څرخڅاه» کې پټ شوی او له کابل څخه تر ډيلي پورې یې سفر کړی دی.
-
کابلوف: په بګرام کې د امریکا پوځي حضور به ویجاړوونکې پایلې ولري
Sep 23, 2025 02:26د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر افغانستان د امریکا احتمالي برید لرې بللی، ځکه په خبره یې د دې ګام پایلې به د واشنګټن لپاره خورا ویجاړوونکې وي.
-
د پاکستان مشران باید لسموونکي بیانیې خپرې نکړي
Sep 22, 2025 02:58زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د پاکستان مشران باید له لسموونکي بیانو خپرولو ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې افغانستان په پاکستان کښې د ترسره کیدونکو حملو مسوول نشي ګڼل کیدلای.
-
کابل واشنګټن ته وویل د خپلې خاورې یوه لویشت امریکا ته نه ورکوي
Sep 22, 2025 01:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د حکومت څو لوړرتبه چارواکو له طالبانو څخه د بګرام د هوايي اډې د کنټرول د بیرته اخیستلو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرامپ ادعاګانو ته په غبرګون کښې جوته کړه حتی د افغانستان یوه لویشت خاوره به هم امریکا ته ورنکړو.
-
د طالبانو د پوځ قومندان: د افغانستان د یو لویشت خاورې پر سره هم معامله نه شي کیدې
Sep 21, 2025 11:41د طالبانو د پوځ قومندان د بګرام د بیرته اخیستو لپاره د ټرمپ له هلوځلو سره مخالفت وکړ.
-
پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې
Sep 21, 2025 11:00زمونږ خبریال راپور راکړي د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۱۲۰۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.