May 06, 2023 11:30 Asia/Kabul
  • په هالیوډ سینما کې له تکنالوژۍ ویرونکي داستانونه

په دې وروستیو کالونو کې د ټکنالوژۍ پرمختګ د معاصر انسان په ژوند کې د پام وړ اغېزه کړې چې همدې چارې د انسان په ورځنۍ ژوند هم مستقیماٌ تاثیر کړی دی.

په هالیوډ سینما کې له تکنالوژۍ ویرونکي داستانونه

په دې وروستیو کالونو کې د ټکنالوژۍ پرمختګ د معاصر انسان په ژوند کې د پام وړ اغېزه کړې چې همدې چارې د انسان په ورځنۍ ژوند هم مستقیماٌ تاثیر کړی دی.

که څه هم، د سینما صنعت په مختلفو  برخو کې د ټکنالوژۍ له پرمختګ څخه ګټه اخیستې، خو په ځینو برخو کې د انسان اندېښنې او په نوښتونو د باور کموالی هم د ټکنالوژۍ د پرمختګ یوه بله پایله ده.

په دې وروستیو کالونو کې د هالیوډ سینما کې عصري ټکنالوژۍ د انسانانو په ځآنګړې ډول په لویدیځې ټولنې ډیر منفي تاثیرات اچولي دي، د دوی په سینمايي داستانونو کې ساینسي پرمختګونه د انسانانو د ښه ژوند کولو لپاره نه غوره کیږي، بلکې د انسانانو په منځ کې د جدي ویرې رامنځته کولو په موخه ترې ګټه اخیستل کیږي.

په وروستیو کالونو کې یو له لومړنیو کارونو څخه د هغې یا Her فلم وو چې د سپایک جونز په لارښوونې په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شوی او په کې د انسان په ژوند باندې د  مصنوعي هوش خپریدو له امله رامنځته شوي زیاتېدونکي منفي اغیزو ته اشاره شوې وه.

د "هې" فلم کیسه د تیوډور ټامبلي د ژوند کیسه ده چې لیکوال یې د امریکایي فلم یو لوبغاړی یواخیم فینیکس نومیږي چې په په ځیرکتیا سره یې د ویاندویۍ دستګاه او غږیزې لارښوونې ترسره شوي، مګر دا اړیکه د تیوډور کرکټر د ویجاوړولو لامل کیږي.

د هالیوډ د فلمونو لارښودونکو یا ډاریکټرانو له لورې په دې وروستیو کې هغه داستانونو باندې کار کیږي چې د ټیکنالوژۍ سکتور د لویو شرکتونو له لورې د انسان په ژوند باندې منفي تاثیرات اچولی.

په دې لړ کې د دوو نویو فلمونو کیسه بیان او تشریح شوې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې جوړ شوی د ایم نایټ شیامالان په لارښود فلم اولډ یا زړو کې د ویرونکي ساحل د قربانیانو لپاره د وخت تېرېدلو د یوې کورنۍ کیسه بیانوي چې د یوه لوی او پرمختللي شرکت تر څارنې لاندې رخصتۍ تېروي.

شرکت دوی یو سیاحتي خو نا معلوم ټاپو ته وړي، د سیلانیانو دغه ډله په داسې حال کې یاد ټاپو ته ورځي چې د ټاپو ډیزاین داسې شوی چې یواځې د شرکت مسؤلین کولای شي چې دغه سیلانیان له ټاپو څخه وباسي او له دې پرته بل هیڅ لار نلري.

په دې فلم کې ښودل کیږي چې د مرکزي رول لوبوونکي ګال ګارسیا برنال، د هغه میرمن پټریشیا د خپلو دوو اولادونو او یو شمېر نورو کسانو سره یاد نامعلوم ټاپو ته ورغلي.

فلم کېعجیب او وژونکي پیښې پیل کیږي او په ټاپو کې مسافرین پوهیږي چې وخت د دوی لپاره په چټکۍ سره تیریږي، دوی زړیږي او پوهیږئ چې له ټاپو څخه یې د تېښتې هڅه هم بې ګټه ده، ځکه د اوبو سختې څپې او غټو ډبرو له امله د وتلو هره هڅه نا ممکنه وه.

فلم کې وخت په چټکۍ سره تیږي او هر یو مسافر په ناڅآپي ډول مړ کیږي، د سفر تنظیم کوونکي شرکت مشر فکر کوي چې ټول مسافر به اوس مړه شوي وي، له همدې امله خپل کس ته امر کوي چې ورشئ کیمرې او نور وسایل بند کړي او سیلانیان کنترول او بېرته یې را ستانه کړي.

مګر په دې حالاتو کې د پاتریشیا او ګی دوه ماشومانو چې له ټاپو څخه یې د تیریدو لاره موندلې وه، د تونلونو څخه د تېریدو له امله پرې کالونه عمر تېر شوی وو او ځوان شوي هم وو، دوی د یاد ټاپو څخه په وتلو سره پولیسو ته د یاد سفر د تنظیم کوونکي شرکت راز افشا کوي.

هندوستانی شیاملان چې د هالیووډ فلمونو لارښوود دی، د وحشت او هیجاني فلمونو په جوړونکي مشهور دی، خو فلم "پییر" یوازې د ډارونکي فلمونو ژانر کار نه دی چې لیدونکي ویروي، بلکې د فلم کیسه په غربي ټولنو کې د ښاریانو پر ژوند د لویو شرکتونو د نفوذ کیسه ده، چې کله ناکله د دوی د تجربو یا مالي غوښتنو قرباني کیږي.

په دې فلم کې، هغه شرکت چې د سفر تنظیم کوي د هغو مسافرینو څخه کار اخلي چې د دوی د تجربو ترسره کولو لپاره د دوی له ژوند څخه ناخوښه دي.

د فلم وروستۍ صحنه هغه وخت پېښېږي چې پولیس د شرکت د مدیر د نیولو لپاره جزیرې ته ورشي، خو په عین وخت کې نور مسافر هم د مرګ ساحل ته د تلو تیاری نیسي. په حقیقت کې فلم "پیر" د هغو خلکو کیسه بیانوي چې په پرمختللو ټولنو کې د لویو شرکتونو د غوښتنو او ارمانونو قرباني دي.

 

د Galss Onion د ګلاس اونیون د یوه ویرونکي ټاپو کیسه ده.

دغه فلم په ۲۰۲۲ کال کې د امریکایي ډاریکټر یا لارښوود ریان جانسون لخوا جوړ شوی چې په کې د تکنالوژۍ د لویو کمپنیو د مدیرانو له لورې د انسانانو سره د غیرې انساني چلند او د هغوی په ژوند ویجاړونکې اغیزې بیان شوي دي.

د امریکا میلیاردر فلمي ستوری مایلزبراون چې د ادوارد نورتون Edward Norton په فلم کې د یوه افسانوي رول په لولو سره لوبیدلی، هغه د خپلو پخوانیو ملګرو یوه ډله خپل شخصي ټاپو ته ور بولي او پلان لري چې له دوی څخه د یوې لوبې په بڼه وژونکی غچ واخلي.

مایلز براون خپل پلانونه په ښه ډول ډیزاین کړي وي، مګر په ټاپو کې د "بنویټ بلانک" په نوم د مشهور ورکشاپ شتون چې د دانیل کریګ لخوا یې چارې پرمخ وړل کیږي، د براون پلانونه لمنځه وړي، هغه د بلنک د براون ډیزاین شوې کیسې وړاندوینه کوي او د هغه د پلان لومړۍ برخه پای ته رسیږي.

د کاساندرا په لارښوونه بلاینک خپل کار ځای جزیرې ته انتقال کړ، ترڅو د مایلز بروان د کړنو په افشا کولو کې مرسته وکړي.

مایلز براون پلان درلود چې خپلو ملګرو ته د میلمستیا وروسته په یوې هغه مهمې غونډه کې ګډون وکړي چې په کې مشهور شخصتیونه او زیات سیاستوالو ګډون لري.

 دغه غونډه په Galss Onion ګلاس اونیون کې چې د میل براون کوچنی استوګنځای وو او خورا پرمختللی ډیزاین شوی وو، هلته جوړه شوې وه، په دې استوګنځای کې د غونډې جوړېدو څخه موخه د براون د انرژۍ د تولید کوچنی خو د قوي موادو څخه جوړه شوې اختراغ افشا کول وو.

دا په داسې حال کې ده چې د کاساندرا د خور او مایلز ترمنځ د شراکت پر مهال د اختلافاتو د رامنځته کېدو یو لامل د همدې قوي او خطرناکو موادو کارول پلان تطبیق وو خو د مایلز براون توطیه چې د ملګرو د وژنې لپاره یې درلوده، له ناکامۍ سره مخ شوه او په شرکت یې د تقلب یواخینی سند لمنخه یوړل شو.

کاساندرا پوهیږي چې د بروان په وړاندې نور اسناد نلري، مګر د بلاینک ورکشاپ په فعالولو سره د براون د قیمتي او پرمختللې ودانۍ Galss Onion ګلاس اونیون چې په کې د نوموړي ټوله سرمایه ځآی پر ځای شوې وه، د تخریب او ویجاړولو لړۍ پیل کوي.

کاساندرا د براون خطرناکې مادې هم اور ته اچوي، ترڅو د نوموړې ټول پلانونه او ځوابونه لمنځه یوسي، هغه Galss Onion ګلاس اونیون ځینې برخې هم سوزوي، خو د میل براون پخوانی ملګری چې د هغه د مغرور چلند څخه له نوموړې مرور وو، وایي، چې نور به چوپه خوله پاتې نشي او د هغه رازونه به افشا کړي.

که څه هم د Galss Onion ګلاس اونیون  کیسه په یوه مزاحیه بڼه جوړه شوې، خو دا باید پرته له شکه وویل شي چې د "میل براون" کرکټر په امریکا کې د ټیکنالوژۍ په ډګر کې د بډایه خلکو چلند او د ژوند له طرز څخه الهام اخیستی و.

په دې الهام اخیستو کې د ټیسلا شرکت مالک ایلن ماسک هم شامل دی چې د ټکنالوژۍ په ډګر کې د هر ډول پرمختللو وسایلو په جوړلو، د ونډو بازار او اقتصادي شرکتونو په پانګونه کې مهمې لاسته راوړنې لري.

د مایل براون ځانګړی او متفاوت ژوند چې په عصري ټاپو او Galss Onion ګلاس اونیون کې یې ترسره کوي، د ایلن ماسک او ټکنالوژۍ د شرکتونو د اجرائیوي رئیسانو ژوند ته ورته دی چې په امریکا کې یې ترسره کوي.

د فلم کیسه هغه وخت پای ته رسیږي چې د میلز براون د هیلو ماڼۍ، چې د کرکې وړ ګرځیدلې سوځول کیږي او ورکیږي او د هغه پخواني ملګري چې په یو ډول د هغه په ​​شخصي ژوند کې د هغه د خودخواهۍ څخه نا خوښه دي، نه غواړي چې نور د نوموړي په بدنامۍ کې شریک پاتي شي.

په حقیقت کې هالیوډ د نړۍ د قیمت ترینو سینمايي فلم جوړونکو مرکزونو څخه دی چې د نوي ټیکنالوژۍ په کارولو سره خپلې چارې ترسره کوي.

له دې سره سره، په دې وروستيو کلونو کې يو شمېر سينماګرانو هڅه کړې چې د انسان په ژوند کې د ټکنالوژۍ اغېزې، د مصنوعي ځیرکتیا او د هغې تخريبي اغېزې انځور کړي، د ګلاس اونیون فلم کیسه کې د خلکو په برخليک باندې د لويو شرکتونو د زياتېدونکي نفوذ په اړه د خلکو يو ډول وېره او انديښنه انځور شوې.

د Galss Onion ګلاس اونیون په کیسه کې د پرمختللو شرکتونو د مالکینو واک او شتمني او د دوی غیر معمولي او خود غرضه تمایلات د انسان ژوند ته د جدي خطر په توګه بیان شوي.

میل براون د هغو کرکټرونو سمبول دی چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره ټیکنالوژي د یوې وسیلې په توګه کاروي او د خلکو ژوند ته په زیان رسولو سره خپلو غوښتنو ته ځآن رسوي.

 

ټیګونه