Nov 23, 2023 15:07 Asia/Kabul
  • په لومړي ځل د نهج البلاغه کتاب په پښتو ژبه چاپ شو

د نهج البلاغه کتاب په لومړي ځل د دوکتور عبدالرحیم دراني له لورې د ژباړې وروسته په زر ګڼو کې چاپ شو.

دغه کتاب چې منځپانګه یې د حضرت امام علي علیه السلام له فصاحت، بلاغت او حکمت نه په ډکو خطبو، خطونو او لنډو ویناوو څخه جوړه شوې، څلور سوو څخه زیات مخونه لري چې د اهل بیت پښتو اکاډمۍ له لورې په ښکلې صحافت سره چاپ شوی.

دغه کتاب چې د پاکستان په ګډون په ګڼ شمېر کتاب پلورنځیو کې پیدا کیږي، د هرې ګڼې قیمت یې اته سوه پاکستانۍ کلدارې ټاکل دی.

 

ټیګونه