له ایران څخه د چین د اور ګاډي تېرېدل
(last modified Mon, 15 Jul 2024 11:34:32 GMT )
Jul 15, 2024 16:04 Asia/Kabul
  • له ایران څخه د چین د اور ګاډي تېرېدل

په چين کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير اعلان وکړ چې د شي آن ټرانزيتي اورګاډی به د ايران له پولې څخه تېر شي.

د محسن بختیار په وینا، د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د هڅو په تعقیب او د ایران د اسلامي جمهوریت د ټرانزیتي موقف د پیاوړتیا لپاره، لوېدیځې اسیا او اروپا ته د چینایي مالونو د لیږد په برخه کې، د مراسمو په ترڅ کې تهران ته د شي آن د اورګاډي تګ راتګ پیل شو. دغه ریل ګاډی به د قزاقستان او ترکمنستان له خاورې څخه له تېرېدو وروسته، د انچه برون له سرحدي ترمینل څخه لس ورځې وروسته، د ایران خاورې ته ننوځي.

د ایران اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ او د نړۍ د مالونو د ټرانزیټ په برخه کې، د داسې ستراتیژیک او جیو پولیټیکل موقعیت لرونکی دی، چې د نړیوال ټرانزیټ څلور لارې هم بلل کېږي. دا ځای د چین په څېر هېوادونو لپاره چې د لوېدیځې آسیا سیمې او اروپا سره پراخه سوداګریزې اړیکې لري، خورا مهم دی.

د سیاسي چارو کارپوه مصطفی قاسمي په دې اړه وايي:

د ایران د اسلامي جمهوریت نړیوالې مواصلاتي او ټرانزیټي لارې، د لنډې لارې ارزانتیا، بشپړ امنیت او د ضروري زیربناوو د شتون په ګډون، مختلفې ګټې لري. له دې سره، د ایران نړیوالې ارتباطي لارې له هند څخه تر اروپا پورې د نړۍ ټولو سیمو ته رسېږي.  ایران د نړیوالو اړیکو لپاره پنځه دهلیزونه لري چې کولای شي په نړیوال ټرانزیټ کې مهم رول ولوبوي، واقعیت دا دی چې چین اروپا ته یو له اصلي صادروونکو هېوادونو څخه دی، چې د ایران په ګډون له مختلفو لارو څخه اروپا ته خپل مالونه لېږدوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ښه والی دا دی چې د ختیځ او لوېدیځ دهلیز یا د ورېښمو د لرغونې لارې په فعالېدو سره، چې څه باندې دوه زره کاله لرغونې ده، د څو پولو په اوږدو کې له چین څخه د مالونو لېږد ممکن دی. ایران له اروپا سره د چین د نښلولو لپاره پنځه ټرانزیتي لارې لري، چې له دې جملې څخه یې درې فعالې پولې د اورګاډي پټلۍ دي او چین کولای شي له دې لارې اروپا ته صادرات وکړي. د دغو اورګاډو له لارو څخه هم یوه دا ده چې بار د قزاقستان – ازبکستان – ترکمنستان – سرخس له لارې ایران ته ننوځي او د رازي تر پولې د ریل پټلۍ په توګه لېږدول کېږي او له هغه ځایه ترکیې ته انتقالېږي.

دوې لارې هم د قزاقستان-ترکمنستان-انچه برون-رازي لارې دي. دا دوه لارې په بشپړه توګه د اورګاډي او د مالونه دي چې چین کولای شي اروپا ته د خپلو توکو د صادرولو لپاره ترې کار واخلي. په منځ کې، دوه سړکونه هم شتون لري.

همدارنګه، چین کولای شي د هند او البته روسیې بازار ته د رسېدو لپاره، د شمال - سویل له کریډور څخه کار واخلي. له همدې امله، د ایران اسلامي جمهوریت په ریښتینې معنا د نړیوالو ټرانزیتي لارو څخه دی او تر کومه حده چې صادروونکي هېوادونه وکولای شي د ایران له دغو ریل ګاډو، سړکونو او حتی سمندري لارو استفاده وکړي، له خپلو سیالانو څخه په سیالۍ کې به ډېر مخکې شي. ځکه چې اوس مهال ټرانسپورتي لارې او دهلیزونه یو ځل بیا په نړیوال تجارت کې ځای پر ځای شوي دي او تر کومه حده چې د توکو صادروونکي هېوادونه خوندي، ارزانه او لنډې ټرانسپورتي لارو ته لاسرسی ولري، په نړیواله سیالۍ کې بریالي دي.

په همدې حال کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د کریډور لارې، د خپل امتیازي موقعیت له امله د چین په ګډون د نړۍ د صادروونکو زیات پام ترلاسه کړی دی.

ټیګونه