یمن په صهیونیستي رژیم باندې توغندوي برید کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i159604-یمن_په_صهیونیستي_رژیم_باندې_توغندوي_برید_کړی_دی
د فلسطین له مقاومت څخه د یمن د وسله والو ځواکونو د ملاتړ په دوام کې، یمن د نیواکي حیفا په ختیځ کې د صهیونیستي رژیم په هوایي میدان باندې د هایپرسانیک توغندی ګوزار کړی دیږ
(last modified 2025-05-02T11:25:59+00:00 )
May 02, 2025 15:54 Asia/Kabul
  • یحیی سریع د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند
    یحیی سریع د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند

د فلسطین له مقاومت څخه د یمن د وسله والو ځواکونو د ملاتړ په دوام کې، یمن د نیواکي حیفا په ختیځ کې د صهیونیستي رژیم په هوایي میدان باندې د هایپرسانیک توغندی ګوزار کړی دیږ

د المسیرې له راپور سره سم، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چي د فلسطنیانو د نسل وژنې په خاطر د اسرائیل رژیم په پوځي هوایي اډې باندې توغندوي برید ترسره شوی دی.

هغه زیاته کړه چي په دې برید کې د فلسطین ۲ له هایپرسانیک توغندی څخه کار اخیستل شوی چي په بریالیتوب سره د صهیونیستي رژیم له هوایي دفاع سیسټمونو څخه تېر شوی او د رامات دیوید هوایي میدان یې په نښه کړی دی.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د فلسطین له مظلومو خلګو او له مبارزینو څخه د ملاتړ په دوام باندې ټینګار وکړ.

د یمن وسله والو ځواکونو د فلسطین له ولس څخه په ملاتړ کې په اسرائیلو باندې دوامداره بریدونه کوي

ها خوا بیا امریکا له اسرائیلو څخه په ملاتړ کې په یمن باندې په دوامداره توګه هوایي بریدونه کوي، چي د امله یې په سلګونه یمنیان شهیدان شوي او په زرګونه ټپیان شوي هم دي.

خو سره له دې یمن د فلسطین د مظلوم ولس له ملاتړ څخه لاس نه اخلي.

ها خوا بیا د صهیونیستي رژیم رسنیو تر ټولو په لوی هوایي میدان بن ګوریون باندې هم د یمن د توغندوی برید خبر ورکړي دي

خو د صهیونیستي رژیم فوځ ادعا کوي چي توغندی یې د اردن په اسمان کې له مینځه وړی دی. سره له دې د اسرائیل رژیم تر ټولو په لوی هوایي میدان بن ګوریون کې ټولې الوتنې بندې شوي دي.