د رڼا سرچینې (۱۰۴) شایسته سالاري
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۰۴) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې، د حج سورت د ۷۵ او ۷۶ آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
له هغه وخت راهیسې چې حضرت ابراهیم (ع) د خدای په حکم د کعبې پر دیوال باندې حجرالاسود نصب کړ، داسې پېښې رامنځته شوې، چې له امله یې دغه ډبره بې ځایه شوې ده. له دغو پېښو څخه يو هم هغه سېلاب وو، چې د رسول الله (ص) له بعثت څخه څو کاله وړاندې راغی، چې له امله يې د کعبې د ودانۍ دېوالونو ته زیان ورسېد. د قريشو قبيلو د کعبې د ترميم او جوړولو پرېکړه وکړه. د کعبې د بیارغولو چارې په داسې ډول وویشل شوې، چې هر چا ته پکې برخه وه.
کار په بریالیتوب سره بشپړه شو. په خپل ځانګړي ځای کې د حجرالاسود د ځای پرځای کولو وخت او وار راورسېد. په دې وخت کې چې دا ویاړ به کومې قبیلې ته ورسېږي، په دې اړه سخت اختلاف رامنځته شو. هېڅ قبيله دې ته تياره نه وه چې بله قبيله دا ویاړ ترلاسه کړي. جنجال تر دې حده ورسېد چې د بني عَبْدالدّار قبيلې له وينو څخه ډک لګن راوړ او د بني عدي له قبيلې سره يې تړون وکړ چې تر مرګه به ودرېږي او اجازه به ورنه کړي چې د خپلې قبيلې له مشر پرته بل څوک دا ویاړ ترلاسه کړي.
په څلورو يا پنځو ورځو کې قبيلې د جګړې لپاره پوره چمتووالى نيولى وو، تر دې چې ابو اميه چې په هغه وخت کې د قريشو تر ټولو زوړ او تر ټولو با نفوذه سړى وو، وړانديز وکړ چې ټول قبایل د وينې تويېدنې د مخنيوي لپاره باید لومړنی کس چې جومات ته ننوځي د هغه قضاوت ومني. له قضا څخه دا لومړنی کس "محمد امین" وو. د هغه په راتلو سره، د خوشالۍ غږ پورته شو، ټول خوشحاله شول، ځکه چې ټولو هغه د باور وړ او سالم کس په توګه پېژانده.
هو، د اسلام ګران پیغمبر (ص) د مکې ټولو خلکو ته د احترام وړ شخصیت وو او ټولو هغه یې د امانت، صداقت او رښتینولۍ له امله پېژانده، ځکه چې هغه هېڅکله په ښکاره یا په پټه، په مالي یا غیر مالي چارو، د نارینه او ښځو په ټولنیز چارو کې، له هغه څخه کوچنی اخلاقي انحراف او خیانت نه وو لیدل شوی. خاتم انبیا لا تر اوسه ځواني نه وه تېره کړې، چې په محمد امین باندې مشهور شو. د مکې خلکو ورته دا ویاړلی لقب ورکړ. په هرځای کې چې به یې ولید، يو بل ته به يې ورښکاره کولو او ويل به يې: امین راغی!
د رسول الله (ص) ښه اخلاق، امانتداري او صداقت، ورو ورو په عمومي او خصوصي ځایونو او په هر ښار او ښارګوټي کې په مجلسونو کې ترې یادونه کېدله. رسول الله مبارک د مکې خلکو ته محبوب شو، دغه بهیر د هغه مبارک په ژوند کې یوه نوې پاڼه پرانیستله او له خدیجې سره د پېغمبر اکرم د واده یو لامل شو. د قريشو تر ټولو شتمنې مېرمنې خديجې چې کله د رسول الله (ص) د صداقت، امانتدارۍ او ښه اخلاقو شهرت واورېد، نو ته پېغمبر اکرم ته يې په سوداګرۍ کې د همکارۍ وړانديز وکړ او په حقیقت کې هغه یې د سوداګرۍ د مال امانتدار او امین وګرځاوه.
خدیجې له محمد (ص) سره په لومړۍ لیدنه کې ورته وویل: هغه څه چې تا ته زما لېوالتیا زیاته کړې ده، ستا صداقت، امانتداري او ښه اخلاق دي، زه چمتو یم چې تاته د نورو په پرتله دوه چنده درکړم او له تا سره خپل دوه غلامان ولېږم، چې دوی په ټولو مرحلو کې ستاسو اطاعت وکړي. پېغمبراکرم (ص) دا وړانديز ومنلو او د خديجې له کاروان سره شام ته ولاړ. د دې نوي کاروان مدیر په دې وخت کې پنځه ویشت کلن وو.
سفر پای ته ورسېد او د کاروان ټول کسان په بې ساري ګټو سره خپل منزل ته ورسېدل. خدیجې له خپل غلام مَیْسَرَه څخه د ځوان وکیل او د قریشو د امین په اړه پوښتنه وکړه. هغه هم کله چې خدیجې ته د محمد (ص) د فضیلتونو، غوره او نیکو صفاتو او امانتدارۍ په اړه خبر ورکړ، خدیجې وویل: مَیْسَرَه! دا بس دی چې تا له محمد (ص) سره زما مینه دوه چنده کړه. لاړ شه! ما تا او ستا ښځه آزاد کړل. په دې توګه د خدیجې باور، د مالي چارو له حده تېر شو او داسې حد ته ورسېد چې خپله یې محمد امین ته د واده وړاندیز وکړ. لکه څنګه چې هغې پخپله په لومړي سر کې دوی ته د سوداګریزې همکارۍ وړاندیز هم کړی وو، دا ټول د محمد (ص) د امانت، تقوا او اخلاقو او په ټولنیزو مسایلو کې د هغه د مدیریت له امله وو.
خو کله چې پیغمبر په رسالت مبعوث شو او خپله بلنه یې څرګنده کړه، مشرکانو د پیغمبر شخصیت او معنوي مقام د زیان رسولو لپاره خپل کارونه پیل کړل او ویې ویل چې محمد (ص) خیالاتي ګرځېدلې دی او هغه څه چې د وحي په توګه ادعا کوي، له ګډوډ خوبونو پرته نور څه نه دي. بلکې هغه ګډوډ خوب هم نه دی لیدلی او دروغ وایي! همدارنګه له هغه ځایه چې د پېغمبراکرم (ص) خبرې ډېرې ښکلې او زړه راښکونکې وې او ډېر خلک يې جلب کړي وو، نو ويې ويل: هغه شاعر دى او دروغجنې خبرې کوي، خو خبرې يې بې مانا دي! له څه مودې وروسته يې د رسول الله (ص) د خبرو د اغېز د کمولو په موخه، هغه ته د ليونتوب نسبت ورکړ، تر څو په دې توګه د هغه له شاوخوا څخه خلک تیت پرک کړي.
روایت دی چې: یو کاروان له مکې څخه سوریې ته روان شو. یوه راهب د دوی له کاروان څخه وپوښتل: آیا احمد بن عبدالمطلب ظهور نه دی کړی؟ ځکه چې هغه باید په دې میاشت کې ظهور وکړي! او هغه د خداى آخري پیغمبر دى او له مکې څخه راوځي او مدينې ته هجرت کوي. راوي وايي: کله چې بېرته مکې ته راغلو، له خلکو مو وپوښتل: تازه خبرونه څه دي؟ هغوى وويل: د محمد امين (ص) خبر دى چې په دې وروستيو كې يې د نبوت ادعا كړې ده!
مشرکانو له رسول الله (ص) سره د مبارزې لپاره له مختلفو لارو څخه کار اخیستلو. وروسته له دې چې دوی ولیدلو چې دوی په مسخره او ناروا نسبت ورکولو سره هېڅ شی نه شي ترلاسه کولای، دوی یو نوی پلان جوړ کړ او ویې ویل: موږ د پیغمبرانو رسالت منو او موږ د ابراهیم، موسی او عیسی په څېر پیغمبرانو انکار نه کوو، مګر نشو کولای د محمد (ص) نبوت ومنو. هغه پرته له یوه غریب او یتیم بل څه نه دی. هغه له موږ سره هېڅ مقام نلري او نشي کولای دا موقف ولري. که ټاکل شوې وي خدای یو څوک په پیغمبرۍ وټاکي، نو له هغه څخه ډېر مشهور او شتمن کس هم شتون لري!
د بېلګې په توګه: د “ولید بن مغیره” په څېر یو کس چې د قریشو له اشرافو او شتمنو کسانو څخه دی! هغه ډېر جايداد لري او په يوازې توګه د کعبې د یوه کال لګښت ورکوي، په داسې حال کې چې ټول قريش بايد خپل جايداد او شتمنۍ راټولې کړي، څو د کعبې د یوه کال لګښت ورکړي.
ولید او د هغه په څېر خلک چې شتمني او ځواک او ډېر نفوذ لري، کولای شي د نبوت جدي مسئولیت په ښه توګه ومني. د دې کسانو په شتون سره یتیم محمد (ص) ته نبوت نه رسېږي.
په حقیقت کې د مکې مشرکینو د رسول الله (ص) له بعثت وروسته، د یتیمۍ له عنوان څخه ناوړه ګټه پورته کړې وه او غوښتل یې چې د هغه شخصیت خراب کړي او د "محمد امین" پر ځای د محمد یتیم موضوع پراخه کړي. په دې وخت کې د سورت حج ۷۵ او ۷۶ آیتونه نازل شول او د انتخاب معیار یې د اشخاصو وړتوب یاد کړو.
په دې آیتونو کې لولو:«اللّهُ یَصْطَفِی مِنَ الْمَلائِکَةِ رُسُلاً وَ مِنَ النّاسِ إِنَّ اللّهَ سَمِیعٌ بَصِیرٌ / یَعْلَمُ ما بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ ما خَلْفَهُمْ وَ إِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الأُمُورُ:
خدای غوښتل چې له پرښتو او انسانانو څخه پېغمبران غوره كوي، او بېشكه الله (د دنياوالو د خبرو) اورېدونكى او ( د دوی د لیاقت) ليدونكى دى. / هغه په ابدي پوهې سره په هر هغه څه چې د دې خلکو په سترګو کې څه ښکاره دي او څه چې پټ دي، پوهېږي، او د ټولو چارو بیرته راستنېدل د خدای په لور دي.
د دې آيتونو له مخې؛ هم فرښتې او هم پیغمبران، دواړه د خدای مخلوق او انسانانو ته د هغه د کلام رسوونکي دي. عبادت یوازې د خدای لپاره دی او له هغه پرته بل څوک د عبادت وړ نه دی، که څه هم هغه پیغمبر یا ملائکه وي.
خدای نه یوازې د خلکو کار، بلکې د خپلو پیغمبرانو کار هم څاري او دوی د خپلو عملونو پر وړاندې مسئول او حساب ورکوونکي دي. ملائکې هم له دې څخه مستثنی نه دي. د الهي پیغمبرانو په څېر، دوی هم مختلف موقفونه او مسؤلیتونه لري، د بېلګې په توګه، د ځینو ملائیکو لکه جبرائیل، میکائیل او عزرائیل مقامونه له نورو څخه لوړ دي.
ژباړه: زماني