د ایران اسلامی جمهوریتد نړۍ د مسلمانانو لپاره مناسبه بیلګه هیواد دی
د تایلینډ د قرآن او د حدیثو د علومو د پوهنتون مشر شیخ شافعي ناپاکون د شاه عبدالعظیم حسني د مقدس آستان له منجوَر(تولیّت) سره په کتنې کې ووئیل،د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو لپاره مناسبه بیلګه هیواد دی.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د حضرت عبدالعظیم حسنی تولیت /منجوَر حجةالاسلام سید علی قاضی عسګر په بنکاک کې د تایلینډ د اسلامی مرکز په ځاي کې له دیني چارواکو سره د لیدو کتو په خاطر دغه هیواد ته په سفر تللی دی.
ددغې کتنې په پیل کې حجةالاسلام قاضي عسګر د تایلینډ د مسلمانانو د ځائيګي،په اسلامی نړۍ کې په وحدت بخښنې کې د مسلمانانو د رول، د اسلامی امت داتحاد او پیوستون د ضرورت او په درستې نړۍ کې د مسلمانانو لپاره د ایران داسلامی جمهوریت د بیلګه کیدا پشمول مختلفو موضوعګانو ته اشاره وکړه.
هغه دتایلینډ مسلمانانو ته د خدماتو دوړاندې کولو او د اسلام د دودولو په لړ کې ددغ هیواد د اسلامی مرکز فعالیتونو ته په اشارې سره ،ددغه مرکز د مشر او امام استاد شیخ شافعي ناپاکون د هڅو او خدماتو قدرونه اوستاینه وکړه.
شیخ شافعي ناپاکون هم په یولړ څرګندونو کې داسلامی امت د وحدت د ساتلو پر اهمیّت او ضرورت په ټينګار سره د ایران اسلامی جمهوریت دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو لپاره مناسبه بیلګه وبالۀ. ددغې کتنې په پاي کې دواړو لورو د ایران او تایلینډ ترمینځ د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا او ژورتیا او همدرااز په دیني موضوعګانو کې ددواړو هیوادونو د ارتباط په چارو کې دملګرتیا دعملی لارو چارو پر ارزونې هم ټينګار وکړ.