د حلال غیر حیواني غوښې په تولید کې د ایراني متخصصانو بریا
(last modified Fri, 26 Jul 2024 08:48:53 GMT )
Jul 26, 2024 13:18 Asia/Kabul
  • د حلال غیر حیواني غوښې په تولید کې د ایراني متخصصانو بریا

د ایران د خوړو او درملو د ملي حلال څېړنیز مرکز مشر په دغه هېواد کې د غیر حیواني غوښې د تولید خبر ورکړ.

د خوړو او درملو د ملي حلال څېړنيز مرکز مشر حسين رستګار وويل: د حيواني غوښې زيانونو ته په پام سره، د ایران متخصصين د حلال او غير حيواني غوښې په توليد کې بريالي شوي دي.

رستګار زیاته کړه: ټکنالوژي د حلال او ګټورې غوښې په تولید کې مهمه ده او د همدې هدف لپاره، ایراني متخصصان توانیدلي چې غوښه له یوې حجرې څخه تولید کړي چې د اړتیا وړ پروټین لري مګر د حیواني غوښې زیان نه لري او همدارنګه حلال هم دي چې په راتلونکي کې د غویانو او پسونو د غوښې ځای نیولی شي.

د ایران د خوړو او درملو د ادارې د ملي هلال تحقیقاتي مرکز مشر د دې په بیان سره چې د غویانو د یوه کیلو غوښې لپاره ۱۵۵۰۰ لیټره اوبه استعمالېږي او په دوام کې یې وویل:  د غویانو غوښه د غویانو په بدن کې د زهرجنو ګازونو له امله، د چاپېریال ککړتیا لري او همدارنګه، د دوی د خوراکي توکو د برابرولو له امله ګران دي، مګر دا واحده غوښه بډایه کېږي او د دودیزو غوښو زیان نه لري او کولای شي د حیواني محصولاتو ځای ونیسي.

رستګار څرګنده کړه: په نړۍ کې د حلال محصولاتو ځای، شپږ زره میلیارده تومان دی، چې په دې برخه کې د ایران ونډه له لسمې برخې څخه کمه ده.