ګوتریش: ایران، د اسرائیلو ترهګر اقدام ته د ځواب حق لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150904-ګوتریش_ایران_د_اسرائیلو_ترهګر_اقدام_ته_د_ځواب_حق_لري
د ملګرو ملتو عمومي منشي په تهران کښې د صهیونیسټي رژیم د ترهګر اقدام په غندلو سره، د اسرائیلو جنایتکارو او ترهګرو اقداماتو ته د ایران د ځواب په رواوالي ټینګار وکړ.
(last modified 2024-08-02T07:45:45+00:00 )
Aug 02, 2024 12:13 Asia/Kabul
  • ګوتریش: ایران، د اسرائیلو ترهګر اقدام ته د ځواب حق لري

د ملګرو ملتو عمومي منشي په تهران کښې د صهیونیسټي رژیم د ترهګر اقدام په غندلو سره، د اسرائیلو جنایتکارو او ترهګرو اقداماتو ته د ایران د ځواب په رواوالي ټینګار وکړ.

انتونیو ګوترش د ایران له سرپرست خارجه وزیر علي باقري سره په ټیلیفوني خبرو کښې په تهران کښې د اسماعیل هنیه په شهیدولو کښې د صهیونیسټي رژيم د ترهګر اقدام په غندلو سره ټینګار وکړ چې ایران د نړیوالو حقوقو له مخې د ځان او د خپل ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع  روا حق لري.

ګوترش په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم له وروستیو بلاغوښتنو د اندیښنې په څرګندلو سره،  په سیمه کښې د یو ستر جنګ د جوړیدو د احتمال او د هغه د پایلو په هکله اندیښنه وښودله.

د حماس فلسطیني غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشګیان د لوړې په دستورو کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی و، تیرې چهارشنبې په شپه (د جولایۍ په ۳۱) په یوې حملې کښې شهید شو.

تجربې ښودلې چې صهیونیسټي رژیم هرکله د مقاومت د دباؤنو د زیاتیدو له امله د کورنیو ستونزو په وړاندې په تنګسه کښې راغلی، هڅه یې کړې چې د ترهګرو اقداماتو په زیاتولو او د نورو په ملامتولو سره، د کور دننه کړکیچ شدت کم کړي او دغه بحرانونه له مختلفو لارو له نیواکي خاورې بهر ته وغزوي.

د لبنان او فلسطین د مقاومت په مشرانو باندې د صهیونیسټانو د ترهګرو بریدونو له غیرقانوني والي نه علاوه، د صهیونیسټانو د ترهګرو اقداماتو په وړاندې د دغه ماشوم وژونکي رژيم د لویدیځو ملاتړو مرګونې چپتیا هم له دغو جنایتونو د هغوي د ملاتړ او معنادارې ملګرتیا نښه ده. ځکه چې له دې مخکښې په دې وروستیو میاشتو کښې هم په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتون په وړاندې د نړیوالې ټولنې د بې عملۍ په وجه، د سوریې او لبنان په خاوره کښې د صهیونیسټي رژیم په ترهګرو بریدونو کښې، د مقامت یوشمیر مشران او قومندانان او همداشان د ایران پوځي صلاحکاران په شهادت رسیدلي وو.

په تهران کښې د صهیونیسټي رژیم وروستی ترهګر اقدام، لکه څنګه چې یې د ملګرو ملتو عمومي منشي هم مني،د ایران په ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ باندې پر تیري سربیره، په خطر کښې د سیمه ایزې او نړیوالې صلحې او ثبات  د لویدو هم لامل شوی دی او په هم دې وجه نړیواله ټولنه باید په صهیونیسټي رژيم باندې په دباؤ اچولو سره په سیمه کښې د دغه رژیم د جنایتونو د دوام مخه ونیسي او د سیمې خلک د اسرائيلو د ترهګر او نسل وژونکي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو په مشرۍ په تل ابیب باندې د واکمنې جنایتکارې ډلې له شره وژغوري.

په عین حال کښې په تهران کښې د صهیونیسټي رژیم وروستی ترهګر اقدام چې ضرور د امریکې د حکومت په موافقې سره شوی دی، د دغه رژیم لپاره به درنې پایلې ولري، لکه څنګه چې د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار کړی چې دغه جنایت ته د ځواب لپاره خپل حق به محفوظ وساتي. په هم دې تړاؤ د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د اسماعیل هنیه د شهادت د تسلیت په هکله خپل پیغام کښې ټینګار وکړ چې جنایتکار صهیونیسټي رژیم په دې کار سره د خپلې سختې سزا لپاره لاره هواره کړه.

د معظم رهبر هم دې فرمایشاتو ته په پام سره د ایران اسلامي جمهوریت د روان کال په اپریل میاشت کښې د سوریې په پلازمینه کښې د خپل سفارت له هدف ګرځیدو وروسته چې په کښې ۷ پوځي صلاحکاران شهیدان شول، د «وعده صادق» په نامه کم سارې عملیاتو کښې د صهیونیسټي رژيم څو پوځي مرکزونه او اډې په نښه کړې. په هم دې وجه تمه کیږي چې ایران او د مقاومت ډلې به د حماس غورځنګ د جګ پوړي غړي اسماعیل هنیه د وژلو په لړ کښې د صهیونیسټي رزیم وروستي ترهګر اقدام ته په مناسب وخت، یو مناسب ځواب ورکړي.

له دې نه علاوه، د سیمې په سویه په تیره بیا د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د صهیونیسټانو د نیواکګرۍ، تریري او ټرور اتیا کلنې مخینې ثابته کړې چې د بیت المقدس په مرکزیت د خپلواکه حکومت د جوړولو د آرمان د پوره کولو لپاره د دغه ټاټوبي د خلکو هلې ځلې د حماس او جهادِ اسلامي د مشرانو په شان د دې لارې د ګڼو جنګیالیو په شهادت سره ختمیږي نه بلکې لابه پیاوړی شي. په دې منځومان کښې د ایران اسلامي جمهوریت هم په خپل لوړ سیاسي او پوځي توان سره تل په فلسطین او لبنان کښې د مقاومت د جبهو له حق غواړو مبارزو په ملاتړ سره، د فلسطین د خلکو د ارمان د پوره کیدو او د لبنان په جنوب کښې د نیول شویو ځمکو د آزادولو لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه ده کړې او نه به یې ترې وکړي.

*/*/*/*