د ایران د پوځ قوماندان: موږ د ناټو د پراخیدو مخالف یو
(last modified Thu, 08 Aug 2024 01:50:59 GMT )
Aug 08, 2024 06:20 Asia/Kabul
  • د ایران د پوځ قوماندان: موږ د ناټو د پراخیدو مخالف یو

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قوماندان د بیلاروس د هوايي او دفاعي ځواکونو له قوماندان سره په کتنه ویلي چې تهران او د سیمې هېوادونه د ناټو پراختیا مخالف دي.

د صد او سیما خبري آژانس د خبر له مخې، د بیلاروس جمهوریت د هوایي  او دفاعي ځواکونو قوماندان تورن جنرال اندري یولانویچ لوکانوویچ د ایران د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د دغه هېواد د پوځ له قوماندان سید عبدالرحیم موسوي سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ قوماندان سید عبدالرحیم موسوي د شهید اسماعیل هنیه د وژنې په اړه د بیلاروس د زړورتیا او خپلواکه دریځ د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: بیلاروس ځانګړی ستراتیژیک موقعیت او د ناټو د پراختیا په وړاندې یو قوي خنډ دی، دغه راز یې زیاته کړه، ایران او د سیمې هېوادونه هم د ناټو د پراخیدو مخالف دي.

جنرال موسوي څرګنده کړه: د بیلاروس خلک، حکومت او پوځ تر بندیزونو لاندې دي او موږ پوهیږو چې دوی هم له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره خپل نوښتونه او طریقې لري ترڅو د ناټو له نفوذ او د امریکا یو اړخیزه چلند سره مقابله وکړي.

په دغه کتنه کې د بیلاروس جمهوریت د هوایي او دفاعي ځواکونو قوماندان هم د ایران اسلامي جمهوریت یوه بډایه، میلمه پاله او تاریخي هېواد یاد کړ او زیاته یې کړه: مونږ هم غواړو چې له یو بل سره د پوځی اړیکو او تبادلې پراختیا او ژورتیا ولرو، ترڅو د ایران د اسلامي جمهوریت له ارزښتناکو تجربو څخه ګټه پورته کړو.

د بلاروس د هوايي ځواک او هوايي دفاع قوماندان زیاته کړه: موږ د امریکا د یو اړخیزه کولو او د ناټو د پراخولو مخالف یو.

 

ټیګونه