ایران به ډیر ناڅاپه په اسرائیلو باندې برید وکړي
(last modified Thu, 22 Aug 2024 07:01:50 GMT )
Aug 22, 2024 11:31 Asia/Kabul
  • ایران به ډیر ناڅاپه په اسرائیلو باندې برید وکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي «عباس ایرواني» په تهران کښې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور او د اسرائیلو تیري ته د ایران د ځواب د ورکولو د وخت په هکله وویل په اسرائیلو باندې د ایران برید په ډیر ناڅاپه ډول ترسره کیږي.

عباس ایرواني د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې ایا ایران په اسرائیلو رژیم باندې له حملې ډډه کوي چې په غزې تړانګه کښې د اوربند خبرې دوام وکړي ؟ وویل د ایران د ځواب د ورکولو وخت به په دقت سره تنظیم شي چې ډاډ ترلاسه شي چې په اسرائیلو دغه برید په زیات ناڅاپه وخت کښې ترسره کیږي.

په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ زیاته کړه په اسرائیلو باندې د ایران برید باید دوې(۲) معلومې نتیجې ولري لومړۍ دا چې تیریګر د ایران د ملي واکمنۍ د خلاف ورزۍ کولو او د اسماعیل هنیه د ټرور په دلیل سزا شي او دوهمه دا چې باید د ایران دفاعی قدرت پیاوړی کړي او د اسرائیلو رژیم سخته پښیمانیا له ځان سره ولري چې په راتلونکي کښې د هر ډول تیري د تکرارولو مخه ونیسي.

 

ټیګونه