ایران د اسلامي دنیا د وحدت په اړتیا ټینګار وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب حجت الاسلام و السملمین کاظم صدیقي د دښمانانو په مقابل کښې د اسلامي دنیا وحدت لومړیتوب وباله.
هغه د وحدت د اونۍ په درشل کښې ټینګار وکړ چې په دنیا کښې د اسلامي امت د کیان د ساتلو او د اسلامي امت د اقتدار د زیاتولو لپاره باید وحدت د اسلامي دنیا په لومړیتوب کښې ورشي ځکه چې د استکبار وسله له لومړیو څخه د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچول دي او دغه زړې لومبړې انګلستان او د فساد جرړې له لومړیو څخه د تفرقې د اچولو سیاست تعقیب کړی دی.
ححجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقي وویل نن سبا دښمن د اسلام له اساس سره مقابله کوي او قران مجیدونه سوزوي او په جوماتونو باندې حملې کوي او هماغه ډول چې له شیعه وو سره دښمنۍ لري له اهل سنتو سره هم دښمنۍ لري او هڅه کوي چې د مسلمانانو ټولې بیخ بنایانې او کلتوري مرکزونه تباه کړي او حتي په ماشومانو هم رحم نه کوي په یوه عبارت زمونږ د زمانې فرعون فاسده امریکا او د هغه ملګری جعلي او بې هویته صهیونیسټ رژیم دی چې په ماشومانو ، ښځو او سړیو باندې هم رحم نه کوي.
هغه د دښمانانو په مقابل کښې په قوي کیدا باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل په دغو شرایطو کښې تر ټولو ښه لاره چاره د مسلمانانو اتحاد دی.