د غزې په نسل وژنه کې څومره نړیوال شرکتونه ګډون لري؟
(last modified Wed, 02 Jul 2025 09:28:08 GMT )
Jul 02, 2025 13:58 Asia/Kabul
  • فرانچسکا آلبانیز؛ د فلسطین په نیواکي سیمو کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې
    فرانچسکا آلبانیز؛ د فلسطین په نیواکي سیمو کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې

پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې په یوه راپور کې د غزې په نسل وژنه کې د نړیوالو شرکتونو د ګډون اعلان وکړ.

د فلسطین په نیواکي سیمو کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا آلبانیز د چهار شنبې په ماښام په یوه راپور کې اعلان وکړ: له ۶۰ څخه ډېر نړیوال شرکتونه په غزه کې د اسراییلو په جنایتونو کې ګډون لري.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ آلبانیز وویل: دا راپور د حکومتونو، بشري حقونو مدافعینو، شرکتونو او اکاډمیکو معلوماتو له مخې له ۲۰۰ څخه زیاتو اسنادو او معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

هغې په ​​غزه کې د نسل وژنې په اړه د نړیوالو شرکتونو کړنې د "نسل وژنې کمپاین" یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه: په داسې حال کې چې په غزه کې ژوند له منځه ځي او لوېدیځه غاړه د زیاتیدونکي برید لاندې ده، دا راپور ښیي چې ولې نسل وژنه دوام لري: ځکه چې دا د ډېرو لپاره ګټه لري.

د آلبانیز په خپاره شوي لیست کې د لویو شرکتونو نومونه شامل دي، لکه لاک هیډ مارټین (Lockheed Martin)او لیونارډو (Leonardo)، چې د دې راپور له مخې د غزې په بریدونو کې د دوی وسلې کارول شوې وې.

د ماشینونو په برخه کې هم، کاټرپیلار (Caterpillar Inc) او ایچ ډي هیونډای (HD Hyundai) شرکتونه هم په لوېدیځه غاړه او غزه کې د فلسطیني ملکیتونو په ویجاړولو کې د کارول کېدو له امله ذکر شوي دي.

د آلبانیز راپور همدارنګه ټینګار کوي چې د اسراییلو په څارنیز سیسټم او د غزې په روانه ویجاړۍ کې د نړیوالو ټکنالوژۍ لویو شرکتونه مرکزي رول لري، په دې ډله کې، د آلفابیټ ( Alphabet - د ګوګل اصلي شرکت)، آمازون (Amazon)، مایکروسافټ (Microsoft)، آی بي ایم (IBM)، او پالانټیر ټکنالوژي (Palantir Technologies) شرکتونو نوم یاد شوی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکې په وینا، دغو شرکتونو د کلاوډ کمپیوټري خدماتو، مصنوعي هوش وسایلو او څارنیزو سیسټمونو په چمتو کولو سره، د فلسطینیانو پر وړاندې د اشغال او بریدونو په دوام کې مرسته کړې ده.

آلبانیز په دې راپور کې،  له اسراییلو سره د دغو شرکتونو د  همکارۍ درولو او د نړیوالو قوانینو د احتمالي سرغړونو لپاره د دوی اجرایوي رییسانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې دا راپور د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي. اسراییل او امریکا لا دمخه له دې شورا څخه وتلي دي، او دلیل یې د "اسرائیل پر وړاندې تعصب" بللی دی. د  دې راپور په غبرګون کې، د امریکا حکومت د ملګرو ملتونو له عمومي منشي آنتونیو ګوترش څخه غوښتي چې آلبانیز له دندې ګوښه کړي او د هغې راپور وغندي.