امریکا او ناټو د افغانستان د کړکیچ اصلي عاملان دي
(last modified Sun, 29 Sep 2024 00:52:46 GMT )
Sep 29, 2024 05:22 Asia/Kabul
  • امریکا او ناټو د افغانستان د کړکیچ اصلي عاملان دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت، د چین ، د روسیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو امریکا او ناټو په افغانستان کښې د اوسني کړکیچ اصلي مسوولان وبلل.

د ایران ، د چین ، د روسیې  او د پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په خپلې دریمې څلور اړخیزه غونډې کښې په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو تړون ورانونکي رول ته په اشارې سره وویل : د ناټو غړي هیوادونه باید د افغانستان د اوسني حالت اصلي مسوولیت پرغاړه واخلي؛ د دغه هیواد پرضد یواړخیزه بایکاټونه سمدستي ختم کړي او د افغانستان کنګل کړې شوي شتمنۍ د دغه هیواد د خلکو د ګټې لپاره کابل ته ورستنې کړي.

د ایران د چین د روسیې او د پاکستان خارجه وزیرانو په دغه څلور اړخیزه غونډې کښې په افغانستان کښې د انساني او د امنیتي حالت د ښه کولو لپاره د سمدستي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د ایران  د چین د پاکستان او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دغه بیانیې کښې د افغانستان له ملي واکمنۍ ، سیاسي خپلواکۍ ، وحدت او د ځمکنۍ بشپړتیا څخه په خپل پریکنده ملاتړ ټینګار وکړ او د داعش او د القاعده په شان د ترهګرو ډلو فعالیتونه یې د سیمې او د دنیا د امنیت لپاره جدي ګواښ وباله.

د امریکا نیواکګر پوځیان له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د افغانستان له شل کلن نیواک وروسته له طالبانو ډلې سره د موافقې له لاسلیک کولو وروسته د دوه زره یویشتم میلادي کال د اګست د میاشتې په یودیرشمه نیټه له افغانستانه ووتل او د امریکا  د عسکرو لخوا د افغانستان شل کلن نیواک د دغه هیواد لپاره له بې وزلۍ او شاته پاتي والي پرته بل هیڅ  ګټه نه ده لرلي.

 

ټیګونه