د اسرائيلو په ضد د نړیوالې اجماع رامینځةکیدا
(last modified Sat, 12 Oct 2024 10:50:30 GMT )
Oct 12, 2024 15:20 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو په ضد د نړیوالې اجماع رامینځةکیدا

په غزې تړانګې کې د اسرائيلو د بې مخینې جنایتونو په تیره بیا د فلسطینیانو  دنسل وژنې په دوام سره  او اوس د لبنان په ضد د هراړخیزو حملو په  زیاتیدا سره  چې د زرګونو کسانو د شهادت او ټپي کیدا  او د لسګونو زره نورو  خلکو له خپلو کورونو  د کوچیدا لامل شوي، په نړیواله سویه  د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد نیوکې او محکومیّت  مخ په زیاتیدا دي  او ددغه جنایتکار صهیونیسټي رژیم د ورځ تربلې پر منزوي کیدا سربیره د اسرائيلو په ضد یوه نړیواله اجماع  رامینځةشوې ده. دغه اجماع مختلف اړخونه لري.

د صهیونیسټي رژيم په ضد د اجماع د رامینځةکیدا په اړخونو کې د ملګروملتو  د سرمنشي په ضد  ددغه وحشي رژيم له اقداماتو او دریځ نیونو سره  د ډیری هیوادونو مخالفت  شامل دی . په دې لړ کې د ملګروملتو  غړو هیوادونو د یوه لیک په لاسلیک کولو سره نیواکي ټاټوبو  ته دهغه د سفر په منع کولو او د هغه په ناخوښ بللو سره د صهیونیسټ رژيم په اقدام پسې د هغه ملاتړ کړی او پر صهیونیسټي رژیم ئې سختې نیوکې کړي دي. یوسل پنځه غړو هیوادونو  د ملګروملتو له سرمنشي  په پیاوړي ملاتړ کې  دغه خط لاسلیک کړی  او د جنایتکار صهیونیسټي رژيم په دغه سپیر اقدام ئې اندیښنې  څرګندې کړي دي .  په دغه لیک کې راغلی دي، دغه شان اقدامات    د خپل ماموریّت  په ترسره کولو کې دملګروملتو توانمنئ چې  د انسان دوستۍ د ملاتړونو وړاندې کول او د نښتو درول او پکې مینځګړیتوب  کول دي ،  کمزوري کوي.  په دغه لیک کې همداراز زیاته شوې ده چې مونږ د سرمنشي او دهغه د کارونو بشپړ ملاتړ او ورباندې اعتماد  کوو  او تایئدوو ئې.د صهیونیسټي رژيم خارجه وزیر سیرائيل کاتس  څه موده مخکې  نیواکي فلسطین  یا هماغه اسرائيلو ته د ملګروملتو د سرمنشي  واریدیدا ممنوع کړې او هغه ئې  یو ناخوښ کس بللی دی، چې دغه  فیصله د نړۍ د زیاتره هیوادونو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده  او دا ئې په سیمې کې سولې ته د رسیدا لپاره د  هڅو په اپوټه اقدام  بللی دی. دغه وحشی  خارجه وزیر په سپین سترګیتوب سره  ادعا کړې ده ، چې هرڅوک  د اسرائیلو به ضد د ایران توغندوي عملیات په ډاه  محکوم نه کړئ شي، په اسرائيلو کې  د پښې کیښودو وړ نه دی.

دا لومړنی ځل نه دی چې اسرائيل د ملګروملتو سرمنشي رټي  او بې احترامي ئې کوي .  د صهیونیسټي رژيم خارجه وزیر  له دې مخکې هم د طوفان الاقصی د عملیاتو د ریښو او د فلسطین د خلکو  په ضد د صهیونیسټانو د جنایتونو د مخینې په باب د ګوتریش څرګندونو په غبرګون کې  د ملګروملتو دسرمنشي له څوکۍ د هغه د استعفی او څنګةکیدا  غوښته کړې وه.

البته د غیر قانوني  او جنایتکارو اقداماتو په دلیل د اسرائيلو په ضد د هیوادونو دریځ نیونه نورو ډګرونو ته هم پراخه شوې ده. په وروستیو مهمو موردونو کې په جنوبی لبنان کې د ملګروملتو د سولې  ساتي ځواک (یونیفل)پر مامورانو  د قصدي حملې  او داروپائي هیوادونو پشمول  دمختلفو هیوادونو له خوا ددغو حملو د دریدا لپاره  د غوښتې په دلیل د هیوادونو دریځونه شامل دي .داسې چې  حتی امریکا هم د دغو حملو د دریدا او  د نه تکراریدا غوښتونکې شوې ده. یونیفل  ځواک د فلسطین له نیواکي ټاټوبو شمال سره د جنوبی لبنان په سرحدي سیمو کې  د نړیوالې موافقې په اساس دیره شوی دی.   د تیرې پنجشنبې په ورځې  د ملګروملتو د سوله ساتي ځواک دوه ماموران د صهیونیسټي رژيم د حملو له امله ټپیان شو يدي  او دغه راز د جمعې په ورځ همه دوه نور ټپیان شو يدي . د یونیفل  یوه ویندوي  رسنیو ته  وئیلی دي چې  داسرائيلو د جنایتکار رژيم حملې قصدي دي.

په دې لړ کې درو اروپائي هیوادونو فرانسې،ایټالیا او اسپانیا  به یوې ګډې اعلامیې کې  د لبنان په جنوب کې  دیونیفل  ځواک پر مامورانو د صهیونیسټي رژيم قصدي حملې  د نه منلو وړ بللي او ددغو حملو دفوري دریدا غوښته ئې کړې ده.په دغې اعلامیې کې  راغلي دي، چې د اسرائيلو د  یونیفل پر مامورانو حمله  د امنیت شورا د ۱۷۰۱  نړیوال پریکړه لیک جوته خلاف ورزي ده.

د اروپائي  شورا مشل شارل میشل هم د صهیونیسټي رژيم حملې محکومې کړي او دا ئې د نه منلو وړ بللي دي.فرانس،ایټالیا او اسپانیا  هم یونیفل ته د ځواک لیږونکو هیوادونو ترمینځ دیوې غونډې د جوړیدا غوښته هم کړې ده.

له دغو ټولو غوښتو سره سره چې د تل ابیب په جنایتونو کې دشریکو او لویدیځي ملاتړو  له خوا  ترسره شوي دي، البته صهیونیسټي رژیم  په عمل کې دغو غوښتنو ته هیڅ  توجه  نه ده کړې او هماغه راز  خپلو غیر انساني  او غیر قانوني اقداماتو ته دوام ورکوي.  چې په هغو کې  دلبنان او سورئې  په پولې کې  د ایران د سرې میاشتې ټولنې په صحرائي  روغتون باندې  دهغوي  نوي حمله هم شامله ده . د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژیم  دغه اقدام ،په درملیزو او مرستندویه مرکزونو باندې د حملې  په ممنوعیّت کې  دانسان دوستۍ دحقوقو د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي ده.  

 

 

ټیګونه