ایرانیان سوله خوښوي، خو په جګړه هم ښه پوهېږي
(last modified Sat, 19 Oct 2024 02:47:54 GMT )
Oct 19, 2024 07:17 Asia/Kabul
  • ایرانیان سوله خوښوي، خو په جګړه هم ښه پوهېږي

په ایټالیا کې د ایران سفیر په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت به د صهیونیسټي رژیم هر تیري ته د پخوا په نسبت ډېر سخت او په قدرت سره ځواب ورکړي وویل: ایرانیان سوله خوښوي، خو په جنګ هم ښه پوهېږي.

د ایرنا د خبر له مخې، په ایټالیا کې د ایران سفیر محمد رضا صبوري زیاته کړه: ایران په ځلونو د سیمې له هېوادونو څخه غوښتي چې اجازه ورنکړي چې د دوی ځمکنۍ او هوايي حریم د ایران په خلاف د اسرائیلي رژيم د جنګ په ډګر تبدیل شي، ځکه چې ایران به د هرډول حملې او یا ګواښ ځواب د پخوا په پرتله په ډېر قوت سره ورکړي او ایرانیان سوله خوښونکي ملت دي، مګر په جګړه هم ښه پوهېږي.

صبوري د فلسطین او لبنان د مقاومتي ډلو له خوا د هرډول اوربند له وړاندیز څخه د ایران ملاتړ ته په اشارې سره وویل: اسرائيلي رژيم تر ​​نن ورځې پورې د سيمه ايزو او نړيوالو منځګړو له خوا وړاندې شوي د سولې ټول پلانونه بند او يا رد کړي دي، په داسې حال کې چې په فلسطين او لبنان کې فوري اوربند يو پيچلی فورمول نه لري؛ کفایت کوي چې اسرائيلي رژيم په غزه او لبنان کې خپل بريدونه او وژنې بندې کړي.

 

ټیګونه