په سیمې کې د نښتو دریدا د وخت یو ضرورت دی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او هندي لومړي وزیر پرون مازدیګر د روسیې په قازان کې په کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو دپراختیا د لارو چارو او د سیمې ورستۍ پيښې ارزولي او په سیمې کې ئې د نښتو ددریدا په ضرورت او د بشری حقوقو په زمینې کې ددوه ګوڼو سټينډرډونو له اعمالیدا په ډډه کولو ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ناوخته روسیې ته د سفر په لومړني پروګرام کې د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې زما لیدتوګه له ګاونډیانو او دس یمې له هیوادونو سره داړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده ،روښانه کړه، له بده مرغه د ماد کار په هماغه رسمي لومړۍ ورځ صهیونیسټي رژيم دایران د اسلامی جمهوریت د رسمي میلمه په توګه د اسماعیل هنیّه په ترور سره هڅه وکړه دهغه ددغو موخو په تعقیبونې کې خار پار و اچوي، خو ایران به له خپلو ګاونډیانو او سیمه ایزو هیودونو سره خپلې اړیکې او ملګرتیاوې لاپراخې او پیاوړي کړي. جنګ جګړې د هیوادونو د پراختیا خنډ کیږي نو مونږپه قطعي توګه په سیمې کې د تاؤتریخوالي او نښتو د پراختیا په مخنیوي پسې یوو، البته صهیونیستي رژیم پيخپلو کرغیړنو اقداماتو اوکارونو سره وبریښوله چې یوازې په جنګ او تاؤتریخوالي پسې دی ،هیله مند یم چې د بشری حقوقو د دفاع م دعهی هیوادونه له صهیونیسټي رژيمه د خبلو ملاتړونو اوپه درولو او د رودو په بدلولو سره ددغه رژيم د جنایتونو او نسل وژنې له دریدا سره مرسته وکړي.
هغه په دوام کې ووئيل، اسلامی ایران له ههند سره د اړیکو پراختیا سره ګروهنه لری اوچمتو دی ،ایران او هند په بریکس ډلې کې د متقابلو ګټو د تامینولو په لړ کې ددواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ او اړیکو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره ښه زمینه لري. او هیله مند یوو دخپل مینځیو موافقو په تیره بیا د چابهار بندر د پراختیا په زمینې کې د موافقو په اجرا کې بیړه وشي.
د ایران ولسمشر د افغانستان د مسئلو به باب د هندي لومړي وزیر اندیښنې ته په اشارې سره ووئیل، باید د سیمې د راتلونکي دجوړولو په ارادې او انګیزې سره له افغانستان سره تعامل او خبرې اترې ولرل شو. باید مرسته و کړو،څو د افغانستان ملت هم د مشکلاتو په حل کولو سره سولې ،ارامښت او هوساینې ته ورسیږي . اسلامی ایران د هرهغه اقدام ملاتړی دی چې په افغانستان کې د سولې او آرامښت له تثبیتیدا سره مرسته کوي.
هندي لومړي وزیر هم په دغې کتنې کې ایران ته خپل مخکیني سفر او د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره خپلې کتنې ته په اشارې سره خپل سفر په یاد پاتیکیدونکی وباله او له پزشکیانه ئې وغوښتل چې درهبرۍ ستر مقام ته ئې تاوده سلامونه ورسوي او وې وئيل ، د تاسو په مدیریّت سره له ایران سره دملګرتیا پراختیا د هندوستان انتظار او غوښته ده .هغه ووئيل، دهند له نظره په غزې او لبنان کې د بې ګناه خلکو وژلې دمنلو وړ نه دي او باید ټول هڅه وکړو، څو د انسان دوستۍ په زمینې کې دې دوه ګوڼي سټینډرډونو مخه ونیول شي.