د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د سیاسي تاوتریخوالیو زیاتوالی
په ټرمپ د ډزو پېښې ته په امریکا کې د سیاسي تاوتریخوالي د زیاتوالي د یوه بل سمبول په توګه کتل کېدای شي، چې په وروستیو کلونو کې په تېره بیا د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د ټرمپ د پلویانو له خوا د امریکا پر کانګرس له برید وروسته په زیاتېدو دی.
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴ کال جنجالي او برخلیک ټاکونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته شاوخوا دوه اونۍ پاتې دي، دغه هېواد د هر یوه نوماند د پلویانو ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي د نویو پېښو شاهد دی، چې په کې د نوماندانو د پلویانو پر یو بل د بریدونو او د ډونالډ ټرمپ ټاکنیزو لاریونونو ته نږدې د وسله والو کسانو نیول کیدا هم شامل دي.
ټاکنو ته په نږدی میاشتو کې د سیاسي تاوتریخوالي ترټولو لویه قضیه د جولای په 13 د پنسلوانیا په بټلر کې د کمپاین په لاریون کې د ډونالډ ټرمپ د ترور لومړۍ هڅه وه. برید کوونکی، توماس کروک، په دغه پیښه کې ووژل شو، او په دې باره کی فدرال تحقیقات لاهم بې نتیجې دي. له دې پېښې وروسته، د قانون پلي کوونکو ادارو ته د ټرمپ د پلویانو له خوا د غچ اخیستنې په اړه خبرداری ورکړل شول . د سپټمبر په ۱۵مه د ډونلډ ټرمپ د وژلو دویمه ناکامه هڅه د دې کال په ټاکنو کې د سیاسي تاوتریخوالي یوه بله پاڼه رامینځته کړه. په دې پیښه کې راین روت د فلوریډا په پام بیچ کې د ټرمپ نړیوال ګالف کلب ته د ساعتونو لپاره ناست و، د ډونالډ ټرمپ په انتظار کې ناست و او د هغه د وژلو هڅه یې کوله، کله چې هغه د خپل پلان له عملي کولو څو دقیقې مخکې وپیژندل او ونیول شو.
په ټرمپ د ډزو پېښې ته په امریکا کې د سیاسي تاوتریخوالي د زیاتوالي د یوه بل سمبول په توګه کتل کېدای شي، چې په وروستیو کلونو کې په تېره بیا د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د ټرمپ د پلویانو له خوا د امریکا پر کانګرس له برید وروسته په زیاتېدو دی. په حقیقت کې، پدې وخت کې او د هغه د ټاکنیز کمپاین په بهیر کې، ټرمپ پخپله له هغې ښکارندې سره مخا مخ شوی چې هغه یې دودونکی دی .
د امریکا ټولنه په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې پر کانګرس د برید له پېښې وروسته، د کړکېچ او سیاسي تاوتریخوالی له زیاتېدو سره مخا مخ ده او په دې برخه کې د سیاسي – ایډیالوژیکو اختلافاتو اور بل شوی دی . د جوبایډن او ډونالډ ټرمپ دواړو سیالانو لخوا د یو بل په وړاندې سخت نظرونه او تورونه مطرح شوي او یو بل تورنوي چې د امریکا د ویجاړولو هڅه کوي، په داسې سوزونکي او کړکیچنو شرایطو کې، دا له تمې لیرې نه ده هغه څوک چې ښي او کیڼ دواړه افراطي نظرونه او لیدتوګې لري ټوپک په لاس کې نیسي او د ټاکنو یو نوماند ووژني هغه هم په یوه داسې ټولنه کې چیرې چې ګرمو وسلو ته لاسرسی کتابونو ته له لاسرسي اسانه ده ، او د نفوسو په پرتله ډیرې وسلې شتون لري. که د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د امریکا په کانګرس کې د ټاکنو پر سر جګړې اوج ته ورسېدې، نو اوس دغه جګړې اوشخړې په ۲۰۲۴ کال کې له ټاکنو مخکې بېرته راګرځېدلي دي . شناندو خبرداری ورکړی دی ولسمشریزو ټاکنو خورا بې ثباته حالت رامنځته کړی دی. په ځانګړې توګه، ټرمپ خپلو سیاسي مخالفینو ته ګواښ کړی چې که هغه بیرته سپینې ماڼۍ ته راشي، نو دوی به محاکمه کړي او له افراطي کیڼ پالو سره د مبارزې لپاره به له پوځ کار واخلي.
د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د ډونلډ ټرمپ د پلویانو له خوا د تاوتریخوالي له پېښې وروسته، په امریکا کې د سیاسي تاوتریخوالي د زیاتېدو مسله د پام وړ ګرځېدلې ده. په عین حال کې، د کانګرس پیښه په امریکا کې د یوې نه انکاریدو وړښکارندې نښه ده، هغه دا چې د محافظه کارانو او ډیموکراټانو ترمنځ د پوهانو په کچه د ډیریدونکي واټن او د امریکا په ټولنه کې دوه قطبي واټن شتون لري. په متحده ایالاتو کې په ترسره شویو ټول پوښتنو کې، د سیاسي افراطیت یا ډیموکراسۍ ته د ګواښونو په اړه اندیښنې د امریکایي رای ورکوونکو د اصلي اندیښنو په توګه پیژندل شوي. د رویټرز او ایپسوس نظرپوښتنه کې چې د 2024 کال د فروري په پای کې ترسره شوې، شاوخوا 21٪ برخه اخیستونکو وویل چې سیاسي افراطیت یا ډیموکراسۍ ته ګواښ د امریکا په وړاندې ترټولو لویه ستونزه ده، ورپسې اقتصاد 19٪ او د 18٪ خلکو د کډوالۍ مسله د اندیښنې وړ بللی ده .