د اسرائیلو ښاریزو د لومړي وزیر پرضد شعارونه ورکړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو ښاریزو په تل اویو کښې د لومړي وزیر نتانیاهو د وینا په وخت د هغه پرضد شعارونه ورکړل او هغه یې له وینا کولو منع کړ.
ویل کیږي چې د اسرائیلو جنایتکار لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یو لړ دستورو کښې وینا کوله چې په دې وخت کښې د فلسطین د حماس غورځنګ او د اسرائیلو ترمینځ په جنګ کښې د وژل شویو اسرائیلي عسکرو کورنیو احتجاج پیل کړ چې اوس یې ویډیو هم خپره شوي ده.
د اسرائیلو ښاریزو لومړي وزیر نتانیاهو ته وویل شرم وکړه او هلته موجودو امنیتي ځواکونو د غصه شویو کسانو د نیولو کوشش وکړ.
د ویلو ده چې د تیر میلادي کال د اکتوبر په اوه نیټه د فلسطین حماس غورځنګ په اسرائیلو باندې برید سره دولس سوه اسرائیلیان وژلي وو او دوه سوه پنځوس یې یرغمل کړي هم وو.
په اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو باندې د خلکو نیوکې او اعتراضونه زیات شوي دي.